ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د انلاین کاروبار وده؛ په دغه ولایت کې یو شمېر ښځې له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه برابروي

دایکنډي کې د انلاین کاروبار وده؛ په دغه ولایت کې یو شمېر ښځې له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه برابروي

author avatar
1 Jul 2024 - 17:33
دایکنډي کې د انلاین کاروبار وده؛ په دغه ولایت کې یو شمېر ښځې له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه برابروي
author avatar
1 Jul 2024 - 17:33

نیلي (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳): دایکنډي کې یو شمېر ښځې چې په انلاین ډول یې د ارایشي محصولاتو پلور ته مخه کړې، وایي، توانېدلې چې له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.

د دغو ښځو په خبره، دوی د کمپنیو له لارې له نورو ولایتونو یا هېوادونو لکه ایران څخه توکي پېري او په دغه ولایت کې یې پر خلکو پلوري، له بلې خوا، د دوی د کار بله برخه ټولنیزو رسنیو کې تبلیغات هم دي څو پېرېدونکي جذب کړي.

د دایکنډي یوې اوسېدونکې فرزانې فرهمند پژواک خبري اژانس ته وویل چې له ۱۱ میاشتو راهیسې یې انلاین کار‌وبار ته مخه کړې او توانېدلې چې له دې لارې د خپل ژوند لګښتونه برابر کړي.

هغې وویل چې د ښوونځيو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د انلاین کار‌وبار په فکر کې شوه څو وکولی شي چې له کوره یې مدیریت کړي، اوس په دې هڅه کې ده چې له موبایل او انټرنېټ څخه په استفادې ښه عاید ترلاسه کړي.

هغه وایي: «شاوخوا ۱۱ میاشتې کېږي چې انلاین کار او فعالیت لرم، کولی شم چې له کوره یې مدیریت کړم، دا د ښځو لپاره یو ښه شغل دی او هیڅ زماني او مکاني محدودیت نه لري.»

نوموړې وویل چې په انلاین کارو بار کې عاید د کس هڅو ته په کتو دی؛ په کومه اندازه چې څوک کار کوي په هماغه اندازه عاید تر لاسه کولای شي.

د دغو ښځو له جملې یوه بله مېرمن نجیبه رحیمي وایي چې په انلاین ډول د ارایشي محصولاتو د پلور له لارې توانېدلې چې د خپلو لګښتونو ترڅنګ د خپلې کورنۍ مالي احتیاجات هم برابر کړي.

هغې زیاته کړه: «د ارایشي توکو د پلور له لارې عاید تر لاسه کوم، څه فیصدي شرکت راکوي، اخلم یې او پلورم یې.»

نوموړې وایي چې په لومړیو کې دغه کار ورته ستونزمن و؛ ځکه د هغې په خبره، له یوې خوا یې ښه انټرنېټ نه درلود او له بلې خوا یې باور نه درلود چې ښه عاید به ولري.

دغه نجونې او ښځې له نورو هم غواړي چې انلاین سوداګرۍ ته مخه وکړي او له دې لارې د خپلو کورنیو په اقتصاد کې مرسته وکړي.

دایکنډي کې یوه نجلۍ رقیه رضایي چې په انلاین ډول د توکو پر پلور بوخته ده، وایي چې له خپله کاره راضي ده؛ ځکه ‎عاید یې ښه دي.

هغې وویل چې نجونې دې دا پلمه نه کوي چې د تحصیل زمینه محدوده شوې او پرمختګ نه شي کولی او ځان ته دې له قانوني لارو د کار زمینه برابره کړي.

هغه وایي: «دا یوه غوره لار ده چې ځوانانو په ځانګړي ډول ښځو انلاین کار ته مخه کړې؛ ځکه ډېر اسانه دی او له کوره مدیریت کېږي.»

ورته وخت کې، د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې ځوانانو ته د فزیکي او انلاین کارو بار لپاره حمایتي پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر علي‌جان میرهزار پژواک ته وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت په ولایتونو کې ځوانانو ته د فریلانسینګ یا انلاین کار په نوم پروګرامونه لري.

هغه وویل چې ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې دایکنډي کې ځيني ځوانانو ته د انلاین کاروبار برخه کې روزنه ورکړي څو هغوی له فراغته وروسته انلاین کار پیل کړي.

هغه زیاته کړه: «د ځوانانو د امریت د کار یوه برخه همدا ده چې د انلاین کارونو برخه کې له ځوانانو سره همکاري وکړي.»

نوموړي وویل چې ممکن اوسمهال د نجونو په ګډون ځيني ځوانان په غیر رسمي ډول انلاین تجارت ولري، خو هغوی دقیق جریان کې نه دي او د انلاین پروګرام په پیلېدو هڅه کوي، ماهر ځوانان‎ جذب کړي.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.