ترینکوټ (پژواک، ۱۲ چنګاښ۱۴۰۳): سېمهییز مسوولین وایي، په اروزګان ولایت کې ۱۸ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.
یادو کسانو ته د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په ورزشي لوبغالي کې سزا ورکړل شوه او ګڼ شمېر کسانو یې لېدو ته را ټولشوي وو.
د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري اغا ولي قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کسان د غلا، لواطت، نامشروع اړیکو، اونورو جرمونو په تور نیول شوي وو.
په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې نیول شوي وو، نن ورته تعزیري سزا ورکړل شوه
هغه زیاته کړه، د محکمې له پریکړې وروسته د یادو کسانو جرمونو ته په پام له ۲۰ تر ۳۹ درې ووهل شول او له یوه څخه تر دوو کلونو د بندسزا ورکړل شوه.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوې دي.
Views: 9
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP