کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکټور ګډ پلاوی ازبکستان ته لاړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، نن سه شنبه (د چنګاښ ۱۲مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکټور ګډ پلاوی ازبکستان ته ولاړ.
یاد وزارت زیاته کړې، دغه پلاوی به د ازبکستان په تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د نندارتون په پرانیسته او د «تجارتي تواصل» په کنفرانس کې ګډون وکړي او د سوداګرۍ برخه کې به دوه اړخیزې خبرې وکړي.
سرچینې ویلي، عزیزي به په دغه سفر کې د سوداګرۍ، پانګونې او په سیمه کې د همکاریو جلبولو په ترڅنګ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.
دغه راز، د سوداګرۍ وزارت ویلي چې یاد نندارتون به نن پیل شي او درې ورځې به د خلکو پر مخ پرانیستی وي چې د افغانستان ۲۵۰ سوداګر او صنعتکاران به خپل محصولات او تولیدات لکه غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې او وچې مېوې په کې نندارې ته وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP