Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوهنې سرپرست وزیر: په هېواد کې د عصري او دیني علومو د زده‌کړو کیفیت کمزوری دی

خوست ښار (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د پوهنې سرپرست وزیر وايي چې په هېواد کې د عصري او دیني علومو د زده‌کړو کیفیت کمزوری دی خو د لوړولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د پوهنې سرپرست وزیر حبیب‌الله اغا دغه څرګندونې خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د يوې ناستې پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې دغه ولایت ته یې د سفر هدف له ښوونیزو مرکزونو لیدنه او د پوهنې برخه کې د شته ستونزو حل دی.

سرپرست وزیر وویل، په اوسني وخت کې د هېواد جوړولو لپاره تر ټولو ډېره اړتیا زده‌کړو ته لیدل کېږي نو په کار ده چې د عصري او دیني علومو کیفیت لوړولو ته پام زیات شي.

هغه زیاته کړه: «که عصري علوم دي هم په بې‌کیفیتۍ کې روان دي، که دیني علوم دي هم، دې ټکې ته زموږ ډېره توجه ده، دا علوم ټول باید باکیفیته شي، د معارف وزارت له خوا موږ مختلف ډوله هیئتونه استوو مکتبونو، لېسو او مدرسو ته، د دې لپاره چې دا علوم باکیفیته شي.»

د پوهنې سرپرست دغه راز وویل، نه یوازې په خوست، بلکې په ټول هېواد کې د ښوونکو کمښت موجود دی او په وینا یې، د ښوونکو شاوخوا ۴۰ زره خالي بستونو کې به نور ښوونکي وګومارل شي.

د هغه په خبره، تېر کال یې د ځینو موسسو پر مټ د ۶۲۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړې او همدا ډول پلان لري څو د همکارو ادارو په مرسته پاتې بې‌سرپناه ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې کړې.

نوموړي زیاته کړه: «د دې لپاره موږ یوه طرحه جوړه کړې ده، په مجموع کې موږ ۴۰ زره سپین بستونه لرو، داسې ولایت شته چې په پنځوسو شاګردانو باندې لس استادان لري، داسې ولایت شته چې په سلو شاګردانو باندې یو استاد وي، هغه ولایتونه موږ معلوم کړي، هغه ضرورتونه ور پوره کوو، که نه شول پوره په دغو بستونو باندې، بیا به د نورو بستونو پشنهاد کوو امیرالمومینین ته، ورته وایو به چې نور راته منظور کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د خوست ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم خلک له حکومته غواړي چې د پوهنې بهیر پراخ او پیاوړی کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.