Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیا د احمدابا خلک: د مچلغو بند جوړولو پاتې چارې دې بشپړې شي

ګردېز (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د پکتيا ولايت د احمدابا ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له حکومتي مسوولينو د مچلغو بند د نيمګړو چارو د بشپړولو غوښتنه کوي.

د مچلغو بند جوړولو ځینې چارې د پخواني حکومت پرمهال ترسره شوې خو اوسني چارواکي وايي چې د دغه بند د جوړولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

په دې اړه د پکتیا احمدابا ولسوالۍ د مچلغو سيمې يوه قومي مشر جان محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مچلغو بند د ځمکو خړوبولو لپاره ډېر مهم دی.

د هغه په وينا، د ياد بند جوړولو چارې نيمګړې پاتې دي چې اوسنی حکومت يې بايد بشپړېدو لپاره اقدام وکړي.

د دې سيمې يوه بل اوسېدونکي ميرزاجان هم وويل چې د مچلغو بند د کرنېزو ځمکو خړوبولو لپاره خورا مهم دی او په جوړېدو به يې کرنه زياته وده وکړي.

هغه زياتوي چې د مچلغو بند د احمدابا ولسوالۍ ترڅنګ د مرکز ګردېز، زرمت او سيدکرم ولسواليو ځمکو خړوبولو ته هم اوبه برابرولای شي.

د هغه په خبره، د تېر کال سختو سېلابونو د بند جوړوې شوې ځينې برخې تخريب کړې او که جوړ نه شي، نورې برخې به یې هم تخریب شي.

نوموړي وويل: «د بند چارې چې تېر حکومت پر مهال پيل شوې وې ځينې کارونه يې وشول، اوس موږ غواړو چې دا پاتې کارونه يې پيل شي. دا خو زراعتي بند دی خلکو ته يې زراعت برخه کې ډېره ګټه رسېږي. تېر کال سختو سېلابونو يې هغه ځينې جوړې برخې تخريب کړې دي.»

د یادې سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړل چې د بند پاتې چارې باید بشپړې شي.

ورته وخت پکتيا کې مسوولين ډاډ څرګندوي چې د بودجې له منظوري سره به د دغه بند د جوړولو چارې پيل شي.

د پکتيا ولايت د سينديزې فرعي حوزې ریيس مولوي محمدکريم فاتح پژواک ته وويل چې د مچلغو بند جوړولو چارې يوازې تر ۳۰ سلنه بشپړې شوې او د پاتې چارو لپاره يې د وزارت په کچه هلې ځلې روانې دي.

نوموړي وويل: «د مچلغو بند چارې له ۲۰ تر ۳۰ فيصده ترسره شوي، د ياد بند جوړولو چارې د تېر حکومت پر مهال د ملي پراختيا شرکت له خوا تر سره کېدې، خلکو ته ډاډ ورکوو چې ان‌شاءالله د بودجي په منظورۍ سره به یې چارې پيل شي.»

د پکتیا د حکومتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، د مچلغو بند په جوړېدو سره به زرګونه هکتار ځمکه خړوبه او د برېښنا د تولید لپاره به هم زمینه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.