میمنه (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب د ترافیکو ریاست د حادثاتو مدیر احمدفهیم کوهي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې د «کوهيخانه بالا» په ګذر کې دوو موټرسایکلونو له یو بل سره ټکر وکړ.
نوموړي زیاته کړه، په دې پېښه کې دوه ځوانان چې ۱۸ او ۲۳ کلن وو، مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
هغه دغهراز زیاته کړه، په یوه بله پېښه کې چې د میمنې ښار څلورمې ناحیې په «عربخانه» ګذر کې د یوه موترسایکل د ټکر له امله شوې، یو دوه کلن ماشوم په کې مړ شوی دی.
د نوموړي په خبره، یاده پېښه تېر ماښام شوې ده.
د فاریاب د ترافیکو د حادثاتو مدیر د ترافیکي پېښو لامل د موټرسایکل چلوونکو بېاحتیاطي یادوي.
هغه له کورنیو وغوښتل څو خپلو اولادونو ته سپارښتنه وکړي چې له تېز چلونې ډډه وکړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن