ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان له زندانونو ۱۳ افغانان خوشي شول

د پاکستان له زندانونو ۱۳ افغانان خوشي شول

author avatar
3 Jul 2024 - 17:06
د پاکستان له زندانونو ۱۳ افغانان خوشي شول
author avatar
3 Jul 2024 - 17:06

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۳ افغانان چې د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله په پاکستان کې نیول شوي وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت نن (چهارشنبه، د چنګاښ ۱۳مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد ۱۳ کسان د پاکستان له زندانونو څخه له خوشي کېدو وروسته پرون بېرته هېواد ته راستانه شول.

سرچینې لیکي چې یاد کسان د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله له یوې میاشتې تر لسو کلونو د هغه هېواد په زندانونو کې بندیان وو چې له خوشې کېدو وروسته د انترپول پولیسو په واسطه د تورخم له لارې هېواد ته راوګرځېدل او د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌او‌اېم) ته وروپېژندل شول.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.