ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: دوحه کې د افغانستان دریځ ومنل شو، ا.ا به په ورته غونډو کې ګډون کوي

مجاهد: دوحه کې د افغانستان دریځ ومنل شو، ا.ا به په ورته غونډو کې ګډون کوي

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د دوحې په ناسته کې د ا.ا د پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد وایي، دا غونډه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده، د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره ۲۴ نورې ناستې هم وشوې، په دې ناستو کې د افغانستان دریځ ومنل شو او اسلامي امارت به په ورته غونډو کې ګډون کوي.

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د چنګاښ مياشتې په لسمه او یوولسمه، د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ پلاوي او د شاوخوا دېرشو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون ترسره شوه.

د دې غونډې مشري د م.م د سرمنشي مرستیالې رزماري اېن‌ډي‌کارلو کوله.

له یادې ناستې وروسته، ذبیح‌الله مجاهد نن په کابل کې خبريالانو ته وویل چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون‌والو هېوادونو د اسلامي امارت پرمختګونه ومنل.

هغه زیاته کړه، په یاده غونډه کې ګډونوالو ته د افغان پلاوي له لوري د خصوصي سکټور د پرمختګونو، د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې په اړه معلومات وړاندې شول او اسلامي امارت په دواړو برخو کې دومره لویې لاسته راوړنې درلودې چې ګډون‌والو یې فکر هم نه کاوه.

دی زیاتوي، دا ډېره مهمه وه چې اکثره، حتی نږدې ټولو هېوادونو له افغانستان سره د خصوصي سکټور پیاوړتیا او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه او دا یې د هېوادونو مکلفیت وباله.

مجاهد وايي، د دوحې غونډه کې یې درک کړه چې نړۍ په افغانستان کې پرمختګ درک کړی او مني یې.

مجاهد زیاته کړه، دا درک وشو چې هېوادونه باید د فاصلې نیولو پر ځای له افغانستان سره نږدې شي، له ننګونو سره سره افغانستان په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه کړي او چا ته منتظر نه دی پاتې شوی او سوداګریز او بشري موضوعات باید له سیاسي هغو جلا شي.

مجاهد وویل: «موږ نړۍ ته واضح کړه چې هغوی باید لومړی ټول بشري او انساني موضوعات چې مخامخ د افغانانو په روزمره ژوند پورې اړه لري، له سیاسي هغو جلا کړي او دا موضوعات د سیاسي فشار لپاره وسیله نه کړي.»

دی وایي، په سیمه‌ییزه کچه افغانستان ښه همکار هېوادونه لري، منزوي نه دی او د فشارونو او بندیزونو سیاستونه بې‌پایلې دي او باید د رغنده تعامل لپاره لارې خلاصې شي.

دغه راز مجاهد وویل، اسلامي امارت به اجازه ور نه کړي چې افغانستان د نړۍ ترمنځ د سياسي رقابتونو پر ډګر بدل شي، بلکې ټوله هڅه به دا وي چې افغانستان د نړۍ ترمنځ د وصل نقطه او د اقتصادي دهلېز رول ولوبوي.

دی زیاتوي، د اسلامي امارت پلاوي د دوحې په غونډه کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدو غوښتنه هم وکړه چې د ډېری ګډونوالو، په ځانګړي ډول د روسيې، چين، ايران، ازبکستان او ترکمنستان له کلک ملاتړ سره مخ شوه.

ده وویل چې د دوحې ناستې ترڅنګ يې په قطر کې ۲۴ نورې ناستې هم د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره درلودې چې په کې د اړيکو پر پياوړتيا او له ځينو هېوادونو سره د تجارتي او اقتصادي همکاريو په تړاو خبرې وشوې.

مجاهد وايي: «په دې ليدنو کتنو کې مو د امريکا له ځانګړي استازي سره هم مجلس وشو، دوی له افغانستان سره پر خپلو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې او په افغانستان کې د دوو امریکايي اتباعو د خوشې کېدو په اړه هم بحث وشو، د دغو بنديانو په اړه پخوا هم له دوی سره مجلسونه شوي، خو دا چې د بنديانو د ازادېدو لپاره افغانستان هم خپل شرايط او غوښتنې لري، موږ هم افغانان په امريکا او ګوانتانامو کې بنديان لرو، که دوی ته د امريکايي اتباعو ژوند او ازادي ارزښت لري، موږ ته هم د افغانانو ژوند او ازادي ډېر ارزښت لري او په کلکه يې له حقوقو دفاع کوو.»

هغه زیاته کړې، يو شمېر هېوادونو خپلې ملاحظې او اندېښنې لرلې، له دوی سره د ښځو د حقونو په اړه هم خبرې شوې، دا ورته واضح شوه چې د ښځو او بشري حقونو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع ده او موږ په کور دننه دې موضوع ته د حل په لټه کې یو.»

مجاهد وویل، دا غونډه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده، په دې ناستو کې د افغانستان دریځ ومنل شو او اسلامې امارت به په ورته غونډو کې ګډون کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رزماري ډي‌کارلو تېره ورځ په قطر کې خبریالانو ته وویل چې د دوحې له ناستې وروسته یې د ښځو او نارینه‌وو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له اتو غړو او د ۱۵ هېوادونو له استازو سره ناسته کړې. د هغې په وینا، یادو مدني فعالانو ورسره د ښځو او لږکیو حقونه او ځیني نور مسایل مطرح کړل.

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.