ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک پلاوي د اسلامي مالي خدمتونو بورډ ۲۲مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان بانک پلاوي د اسلامي مالي خدمتونو بورډ ۲۲مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

author avatar
3 Jul 2024 - 16:45
د افغانستان بانک پلاوي د اسلامي مالي خدمتونو بورډ ۲۲مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ
author avatar
3 Jul 2024 - 16:45

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وایي، د دغه بانک د سرپرست په مشرۍ پلاوي په جیپوتي هېواد کې د اسلامي مالي خدمتونو بورډ په ۲۲مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ.

د اسلامي مالي خدمتونو بورډ یوه نړۍواله اسلامي مؤسسه ده چې د افغانستان بانک، د نورو اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړۍوالې مالي ادارې یې غړیتوب لري.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه د چنګاښ په یوولسمه او دوولسمه جوړه شوې وه.

سرچينې ویلي، په دې غونډه کې د افغانستان سرپرست هدایت‌الله بدري په مشرۍ افغان پلاوي او د نورو اسلامي هېوادونو د ۲۶ مرکزي بانکونو ریيسانو او استازو ګډون کړی و؛ د بورډ د تېر کال د اجرااتو او مالي مسایلو اړوند راپورونه د غړو هېوادونو له خوا له بحث وروسته تصویب شول.

خبرپاڼه کې راغلي، په یاده غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو پر بنسټ د اسلامي بانکولۍ اړوندو معایرو، د مالي شرکتونو او بانکونو د ښه مدیریت، پر اسلامي بانکولۍ د ډيجیټلایزېشن اغېز او په نړۍواله کچه د اسلامي بانکولۍ او تمویل د ترویج په اړه پر پلانونو او عملي اقداماتو بحث وشو.

د افغانستان بانک لیکلي، په دې غونډه کې د یوې باثباته اقتصادي توسعې لپاره د مالي شمولیت، په اسلامي مالي نظام کې د وقف او زکات د ارزښت، په دې برخه کې د مؤسسو د رامنځته کېدو، د مالي  نظام له برېښنایي سیسټم د موثرې استفادې او کاري زمینو د رامنځته کولو، د هغه د اهمیت، د مالي تکنالوجۍ یا فینټېک پر وړاندې د شته ګواښونو او په دې اړه د شریعت له اصولو سره سم د مقرراتو د رامنځته کېدو او د یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحثونه او خبرې وشوې.

له یادې غونډې وروسته د افغانستان بانک سرپرست د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ له ریيس سره په ځانګړې ليدنه کې د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ، د بانکي سکټور د اسلامي کېدو، ښونیزو پروګرامونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.