Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا یو پلاوی د ټرانس همالیا فورم څلورمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه چین ته تللی

د ا.ا یو پلاوی د ټرانس همالیا فورم څلورمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه چین ته تللی

author avatar
4 Jul 2024 - 13:57
د ا.ا یو پلاوی د ټرانس همالیا فورم څلورمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه چین ته تللی
author avatar
4 Jul 2024 - 13:57

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): په بجینګ کې د افغانستان سفارت وایي، د اقتصاد وزارت د سرپرست په مشرۍ د ا.ا یو پلاوی د ټرانس همالیا نړۍ‌وال فورم څلورمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه چې ته ورغلی دی.

په چین کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ټرانس همالیا نړۍوال فورم څلورمه سرمشریزه به نن (پنجشنبه، د جولای ۴مه) د چین د لوړپوړو چارواکو او له بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د استازو په حضور کې پیل شي.

یاد سفارت لیکلي چې په یاده غونډه کې د ګډون په موخه د اقتصاد وزارت د سرپرست، دین‌محمد حنیف په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی د چین شي‌ژانګ ښار ته رسېدلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د یاد پلاوي په ترکیب کې د چاپېریال‌ساتنې ادارې رییس حافظ عزیزالرحمان او د بهرنیو چارو وزارت دوه استازي هم شامل دي.

سرچینه کاږي چې په چین کې افغان سفیر بلال کریمي به هم په یاده غونډه کې ګډون وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.