ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاپان له افغان کروندګرو سره لس میلیون امریکایي ډالر مرسته کوي

جاپان له افغان کروندګرو سره لس میلیون امریکایي ډالر مرسته کوي

author avatar
4 Jul 2024 - 16:36
جاپان له افغان کروندګرو سره لس میلیون امریکایي ډالر مرسته کوي
author avatar
4 Jul 2024 - 16:36

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): په کابل کې د جاپان سفارت وايي چې هېواد یې له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت برخه کې لس میلیون امریکایي ډالر مرسته کوي.

په کابل کې د جاپان سفارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه هېواد یاده اندازه مرسته له نشه‌یي توکو او جرمونو سره ‎د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC) په همکارۍ کوي.

سرچینې زیاته کړې، دوی د کوکنارو پخوانیو کروندګرو لپاره د بدیل معیشت د یقیني کولو او په بدخشان، هلمند او کندهار کې د ډېرو زیانمنونکو ټولنو لپاره د نشه‌یي توکو کارولو د مخنیوي، درملنې، بیارغونې، او بیا یوځای کولو خدماتو د چمتو کولو لپاره مرسته کوي.

سرچینې زیاتوي: «موږ به د نشه‌يي توکو پر وړاندې د افغان ولس د مبارزې ملاتړ ته دوام ورکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په وار وار د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو غوښتي، څو له افغان کروندګرو سره د نشه‌یي توکو د بدیل معیشت برخه کې مرسته وکړي.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.