ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کډوالو چارو وزارت له یوې موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

کډوالو چارو وزارت له یوې موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

author avatar
4 Jul 2024 - 12:26
کډوالو چارو وزارت له یوې موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل
author avatar
4 Jul 2024 - 12:26

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له یوې موسسې سره د دوه میلیون او ۷۱۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکاریو د دوو هوکړه‌لیکونو له لاسلیکولو خبر ورکوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه هوکړه‌لیکونه د افغانستان له ودان موسسې سره لاسلیک شوي دي.

سرچینې لیکلي چې یاد هوکړه‌لیکونه د کډوالو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او ودان موسسې د استازې ترمنځ لاسلیک شول چې ارزښت یې دوه میلیون ۷۱۰ زره او ۱۴۱ امریکايي ډالر دی.

د دغو هوکړه‌لیکونو پر بنسټ، یاده موسسه به دغه اندازه پیسې د نغدي مرستو د وېش، د نابینایانو لپاره د حرفې زده‌کولو زمینې برابرولو، رواني درملنې او په ننګرهار کونړ، لغمان، نورستان، کندهار، هلمند، اروزګان، زابل او نیمروز ولایتونو د تورخم له لارې راستنېدونکو د څارنې او سروې برخو کې ولګوي چې له مخې به یې ۱۲۴ زره او ۱۴۰ کسان ترې برخمن شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سږ کال د غبرګولي په ۲۴مه هم له موسسو سره د څلور میلیون او ۳۵۰ زره او ۱۶۹ امریکايي ډالرو په ارزښت اته هوکړه‌لیکونو لاسلیک کړي وو.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.