Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردکو کې د مڼې ‌ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه

میدان‌وردکو کې د مڼې ‌ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه

author avatar
5 Jul 2024 - 14:02
میدان‌وردکو کې د مڼې ‌ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه
author avatar
5 Jul 2024 - 14:02

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د مڼې ګل دوه‌وېشتمه کلنۍ دودیزه مشاعره جوړه شوه.

د میدان‌وردګ ولایت مقام پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په دې مشاعره کې چې تېره شپه جوړه شوه، د بېلابېلو ولایتونو شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو او مینه‌والو ګډون کړی وو.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب‌الله مجاهد په مشاعره کې ويلي چې په نرخ کې یې دغه پروګرام د کرنې د پخواني وزیر ارواښاد ډاکټر عبدالوکیل د یاد تازه کولو په موخه جوړ کړی او د امارت پالیسي همدا ده چې په لرو پرتو زرغونو سیمو کې مشاعرې او فرهنګي غونډې ترسره کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین مولوي عتیق‌الله عزیزي هم په دې مشاعره کې د خبرو پر مهال په ټولنه کې د لیکوالانو، شاعرانو او ادیبانو پر ارزښت او د هغوی پر مسوولیتونو هر اړخیزې خبرې کړې دي.

دغه راز، په یاده مشاعره کې شاعرانو د ولسونو د قربانیو، یووالي، ورورولۍ، بیارغونې، شته امنیت او زرغونتیا په اړه نظمونه او شعرونه وویل او خپلې ادبي تندې یې خړوبې کړې.

Views: 58

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.