فیضاباد (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس چې د ورېښمو لارې د څارنې په موخه د يوه ټیم په مشرۍ د کوچني پامیر دره او غجیر سیمې ته تللى وايي، د ورېښمو د تاريخي لارې جوړېدو چارې د چين او افغانستان ترمنځ صفري نقطې ته رسېدلې دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس انجنير ذبيحالله اميري د پامیر دره او غجیر ته د سفر پر مهال ویلي، د ورېښمو د تاريخي لارې جوړېدو چارې د چين او افغانستان ترمنځ صفري نقطې ته رسېدلې دي.
امیري وویل: «د ورېښمو د لارې لومړى فاز چې د ملي دفاع وزارت د انجنيرۍ برخې له لوري د ٦٠ کیلومتره اوږدوالي او ١١ متره سور په درلودو له اشکاشم ولسوالۍ پيل شوى و، د واخان ولسوالۍ د مرکز تر خندود سيمې یې چارې مخکې تللې دي او ځینې برخې یې قیر کولو ته چمتو دي. د رئیسالوزراء اداري مرستیال په بدخشان کې د ګرځندوی ملي کنفرانس کې ویلي وو چې د دې لارې د پخولو چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.»
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس د واخان تاریخي دهلېز د افغانستان او سيمې لپاره د ملا تیر یاد کړ او زیاته یې کړه چې د دې لارې د چارو په بشپړېدو او د چين بندر په بېرته پرانيستل کېدو به افغانانو ته په اقتصادي برخه کې ډېرې اسانتياوې برابرې او ختیځه اسیا به له سوېلي اسیا سره ونښلوي.
اميري وايي: «د دغه سړک جوړولو چارې تېر کال له بزایګنبد سیمې پيل او د دره او غجیر له تاريخي لارې د چين او افغانستان تر صفري نقطې پورې د ٥٠ کيلومتره اوږدوالي او ۷ متره سور په درلودو بشپړ او تګراتګ پرې کېږي خو د ځینو پلونو، پلچکونو او د سرک هوارولو چارې نه دي بشپړې شوې چې په شدت روانې دي.»
د يادونې ده، دغه لويه لار د بدخشان له مرکز فيضاباد ښاره د چين تر پولې څه باندې ٤٥٠ کيلومتره اوږدوالی لري چې له فيضاباد تر اشکاشم ولسوالۍ پورې د شاوخوا ١٥٠ کيلومتره لارې پخولو چارې څه باندې ٨٠ سلنه بشپړې شوې او په څه باندې ٣٠٠ کيلومتره نوره لار د واخان ولسوالۍ په درېیو برخو کې کار روان دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP