ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عزیزي: ازبکستان دې د افغانستان په شمال کې د نفت او ګازو په کانونو کې پانګونه وکړي

عزیزي: ازبکستان دې د افغانستان په شمال کې د نفت او ګازو په کانونو کې پانګونه وکړي

author avatar
6 Jul 2024 - 13:01
عزیزي: ازبکستان دې د افغانستان په شمال کې د نفت او ګازو په کانونو کې پانګونه وکړي
author avatar
6 Jul 2024 - 13:01

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبکستان جیولوجي او کانونو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې تاشکند دې د هېواد په شمال کې د نفت او ګازو په کانونو کې پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د ازبکستان د جیولوجي او کانونو وزیر اسلاموف بوبیر فرخادویچ د لیدنې خبر ورکړی دی.

سرچینه وايي، عزیزي په دې لیدنه کې ازبکستاني لوري ته وړاندیز وکړ چې د غزني او هرات د مسو په کانونو او افغانستان کې د معدني توکو د پروسس فابریکو په رامنځته کولو کې پانګونه وکړي.

ورته مهال، فرخادویچ هم د کانونو په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو پر نږدې همکاریو ټینګار کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ملاتړ د هوکړه‌لیک د لاسلیک غوښتنه وکړه.

نوموړي ازبکستان کې د مسو د پروسس برخه کې د دوو لویو کارخونو جوړېدو په اړه هم خبرې کړې‎ او زیاته کړې یې ده چې دا کارخونې خامو موادو ته اړتیا لري او له افغانستانه د مسو استخراج به دا اړتیا پوره کړي.

سرچینې دغه راز زیاته کړې، په پای کې وټاکل شوه چې د ازبکستان له خوا به د هېواد د کانونو او پټرولیم له وزارت سره په همغږۍ یو رسمي پلاوی د سروې او تخنیکي چارو په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

Views: 67

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.