ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د بورې، نفتي توکو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې، نفتي توکو او سرو زرو بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت د یو لېتر پټرولو بیه له ۶۰ څخه ۶۲ افغانیو او د یوه لېتر ډیزلو بیه له ۵۸ څخه ۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دغه‌راز، د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي چې نن د تېرو ۷ ورځو په نسبت د یو کیلوګرام ګازو بیه له ۴۶ څخه ۴۸ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د یادو توکو د پلورونکو په وینا، د نفتي توکو د نړۍوالو بیو لوړېدو له امله یې بیې د کابل ښار په بازارونو کې هم لوړې شوې دي.

خوراکي توکي

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، نن د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۹۰۰ څخه ۲۹۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د هندي بورې د وارداتو کمېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې یې بیه لوړه شوې ده.

خو هغه وايي، نن د تېرې شنبې په څېر ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۲۰افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۰۳۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۷۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

سره زر

د کابل ښار د تیمورشاهي پر واټ د حاجي صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د یو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۳۵۰ څخه ۴۴۰۰ افغانیو او ‎د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۴۵۰ څخه ۳۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سرو زرو پلورونکو په خبره، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د بیلو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره مستقیمه اړیکه لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۲۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په ۹مه ‎د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۱ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېدې.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.