ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسعود پزشکیان د ایران ولسمشر شو

مسعود پزشکیان د ایران ولسمشر شو

author avatar
6 Jul 2024 - 12:26
مسعود پزشکیان د ایران ولسمشر شو
author avatar
6 Jul 2024 - 12:26

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له مخکې، مسعود پزشکیان د ولسمشرۍ څوارلسمې دورې ټاکنو په دویم پړاو کې تر ټولو ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره د دغه هېود ولسمشر وټاکل شو.

ایراني رسنیو د یاد هېواد د ټاکنو کمېسیون له قوله نن سهار (شنبه) راپور ورکړی چې مسعود پزشکیان د ۱۶ میلیون او ۳۸۴ زره او ۴۰۳ رایو په ترلاسه کولو د ایران د ولسمشرۍ په څوارلسم پړاو کې بریالی شو.

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې مسعود پزشکیان او سعید جلیلي یو له بل سره سیالي وکړه چې سعید جلیلي په دغه پړاو کې وکولای شو چې څه باندې ۱۳ میلیون رایې ترلاسه کړي.

د ایران کورنیو چارو وزارت ویلي، په دغو ټاکنو کې ۳۰ میلیون او ۵۷۳ کسانو ګډون کړی و چې دا شمېر د ۷/۴۹ سلنه ګډون ښودونکی دی.

د یادونې ده، د ایران تر وخت مخکې ټاکنې د ابراهیم رییسي، د دغه هېواد مخکني ولسمشر له وژل کېدو وروسته چې د روان کال د غویي میاشتې په ۳۰مه نېټه یې په یوې هوایي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ، ترسره شوې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.