کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د ټولګټو چاور وزارت وايي، د کابل – کندهار لویه لار د میدانوردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې پر دغه سړک د قیراچونې له امله د دوو ورځو لپاره د باروړونکو او لویو مسافروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.
د ټولګټو چارو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه د يوې خبرتیا په خپرولو سره لیکلي: «لکه څنګه چې ټولګټو وزارت، د کابل – کندهار لويې لارې اړوند د میدانوردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شیخاباد پل په سیمه کې د قیراچونې کار پیل کړی او دا مهال عملاً جریان لري؛ نو په همدې اساس د ټرانسپورتي وسایطو د تنظيم، د ترافیکي ګڼې – ګوڼې د مخنيوي او د پروژې د غوره تطبيق په موخه ټولو درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د کابل – کندهار لويه لار د میدانوردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د شیخاباد سیمه کې د دوشنبې ماذیګر له پنځو بجو د چهارشنبې ماذیګر تر پنځو بجو پورې د دوو ورځو لپاره د باروړونکو او غټو مسافروړونکو وسايطو پرمخ تړل کېږي.»
خبرياته کې راغلي، ياد ټرانسپورټي وسایط کولای شي چې په دغه موده کې د کابل – لوګر له لارې له تنګي مسیر څخه په ګټې اخیستو تګ – راتګ وکړي.
سرچينه زیاتوي، د کوچنیو مسافروړونکو وسایطو لپاره د کابل له لوري بدیل مسیر شته، خو د غزني له لوري باید د لوګر – کابل له لارې د تنګي له مسیر څخه تېر شي.
Views: 43
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP