ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي د پاتو یو شمېر خلک: د ټیلیفوني اړیکو ټینګولو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ یو

د دایکنډي د پاتو یو شمېر خلک: د ټیلیفوني اړیکو ټینګولو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ یو

author avatar
6 Jul 2024 - 16:32
د دایکنډي د پاتو یو شمېر خلک: د ټیلیفوني اړیکو ټینګولو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ یو
author avatar
6 Jul 2024 - 16:32

نیلي (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د دایکنډي ولایت د پاتو ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي مخابراتي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي او وایي، د ټیلیفوني اړیکو ټینګولو برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د هغوی په خبره، د تېرو ناامنیو له امله ډېرو سیمو کې هیڅ مخابراتي شبکه فعاله نه ده او د ټیلیفوني اړیکو نیولو لپاره لوړو ځایونو پورته کېږي.

د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احسان‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ څه باندې ۹۰ سلنه خلک له مخابراتي خدماتو بې‌برخې دي.

هغه وویل چې پخوا پاتو یوه نا امنه ولسوالي وه، نو له دې کبله له عامه خدماتو محرومه پاتې، تر اوسه دې ستونزې ته پاملرنه نه ده شوې، د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د مخابراتي شبکو د درېیو سایټونو د نصبولو ژمنه شوې وه، خو یاد سایټونه تر اوسه نه دي فعال شوي.

نوموړي وویل چې مخکې د بیري، قخور، برمني او نورو سیمو قومي مشرانو له حکومته د دې ستونزې د حل په موخه د مخابراتي شبکو فعالېدو غوښته هم کړې وه.

احسان‌الله دغه‌راز وویل: «د دې ټکنالوجۍ په وخت کې چې ټول خلک مخابراتي او انټرنېټي خدماتو ته لاسرسی لري، له بده‌مرغه زموږ خلک په ابتدایي ډول ژوند کوي، دا موضوع یوه لویه ستونزه ده.»

هغه وایي: «زموږ د سیمې اوسېدونکي په ډېرې سختۍ سره د غره سر ته ځي یا خپل ساده موبایلونه له پنجرو سره اېږدي او ډېر کمزوری انتن ورکوي، خو سمې خبرې پرې نه کېږي.»

ورته وخت کې د پاتو ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي عبدالحکیم حسیني وویل چې د ټیلیفوني او انټرنېټي اړیکو ټینګولو په موخه د غرونو او تپو سرونو ته ځي چې د هغوی له کورونو ډېر لرې دي.

هغه وویل: «زموږ په کور کې ټیلیفون انتن نه ورکوي، هر وخت هغه ځای ته تلای نه شي چې هلته انتن کار کوي، زموږ کارونه ډېر دي، که کومه ورځ بې‌کاره شو یا زنګ وهلو ته اړتیا شي، بیا غره ته ځو؛ ځکه چې زامن مې په ایران کې دي، هغوی ته زنګ وهم.»

ده وویل چې د ټکنالوجۍ په دغه عصر کې د دوی لپاره ان د ټیلیفوني اړیکو نیولو زمینه هم برابر نه ده او دا چاره د دوی لپاره یوه لویه ستونزه ده.

نوموړی له حکومته غواړي چې پاتو ولسوالۍ کې دې د مخابراتي شبکو فعالولو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

ورته وخت کې، د دایکنډي د مخابراتو ریاست مسوولین وایي چې په پاتو ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعالولو کار روان دی، ډېر ژر به د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته مخابراتي خدماتو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

د دایکنډي د مخابراتو رییس نعمت‌الله جید‌زاده پژواک ته وویل چې نږدې راتلونکې کې به د پاتو ډېری اوسېدونکي مخابراتي شبکو ته لاسرسی ومومي.

هغه وویل چې په برمني، قخور کلیو او دغه راز د تمزان او پاتو ترمنځ کلیو کې د مخابراتو وزارت له بودجې د افغان تیلي‌کام مخابراتي شبکې له لوري د سلام مخابراتي شبکې درې پایې فعالېږي چې دغو ته پایو ته د غځېدلو سړکونو چارې بشپړې کېږي او د پایو نصبولو کارونه به څو ورځې وروسته پیل شي.

ده زیاته کړه چې د پاتو ولسوالۍ ۸۰ سلنه اوسېدونکي له مخابراتي خدماتو محروم دي چې د دغو پایو په نصبولو سره به مخابراتي خدماتو ته لاسرسی پيدا کړي، د مکالمې او انټرنېټي خدماتو اسانتیاوې به ورته برابرې شي او د هغوی مخابراتي ستونزې به حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دایکنډي یو غرنی ولایت دی او د مسوولینو په خبره، په ټولو سیمو کې د مخابراتي شبکو فعالول به ډېر ستونزمن وي، ځينې مواردو کې د غرونو له امله یوه مخابراتي شبکه نه شي کولی ډېرې ساحې تر پوښښ لاندې ونیسي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.