ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې سږ کال د هندواڼو حاصلات ۵۴۱ زره ټنه اټکل شوي

فراه کې سږ کال د هندواڼو حاصلات ۵۴۱ زره ټنه اټکل شوي

author avatar
6 Jul 2024 - 16:38
فراه کې سږ کال د هندواڼو حاصلات ۵۴۱ زره ټنه اټکل شوي
author avatar
6 Jul 2024 - 16:38

فراه ښار (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د فراه کرنې ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د هندواڼو حاصلات ۵۴۱۵۰۰ ټنه اټکل شوي دي.

د فراه کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي عبدالغني عابد پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د دغه ولایت په ۱۴۲۵۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې چې ۵۴۱۵۰۰ ټنه حاصلات به ترې ترلاسه شي.

نوموړی وايي چې تېر کال په ۱۵۴۷۸ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې چې ۵۷۲۶۸۶ ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي وو.

د عابد په وینا، تېر کال له هر هکټار څخه په اوسط ډول ۳۷ ټنه حاصل تر لاسه شوی و خو سږ کال بیا دغه اندازه ۳۸ ټنه ده.

بلخوا، د فراه کروندګر بیا د هندواڼو له حاصلاتو خوښ نه دي.

د فراه د مرکز کارېزک سیمې یوه کروندګر عبدالجلیل پژواک ته وویل چې په کلا‌کاه سیمه کې د هندواڼو پالیز لري.

هغه وايي: «وروستيو بارانونو او یخنۍ سخت تاوان سره مخ کړو، پالیز مو ټول یخ وهلی دی، حاصلات یې خوندور نه دي.»

ده وویل چې د هندواڼو تخم یې قیمته اخیستی او ډېر زحمت یې هم ایستلی دی خو باوري نه دی چې خپل لګښت پوره کړي.

دغه راز، د فراه د پشترود ولسوالۍ د ساج کلي یوه کروندګر محمدرضا هم پژواک ته وویل چې سږ کال د هندواڼو پالېزونه یخنۍ خراب کړي دي.

دی وايي: «یو خو یخنی خراب کړي، بل یې د خرڅلاو لپاره ښه او مناسب بازار هم نشته دی.»

د یادونې ده، د فراه ولایت هندواڼې د شاوخوا ولایتونو ترڅنګ پلازمېنې کابل ته هم راوړل کېږي او تر ډېره یې خلک خوښوي.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.