ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند کې د سېلابونو له امله ۵۸ کسان مړه شوي

هند کې د سېلابونو له امله ۵۸ کسان مړه شوي

author avatar
8 Jul 2024 - 17:46
هند کې د سېلابونو له امله ۵۸ کسان مړه شوي
author avatar
8 Jul 2024 - 17:46

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د هند په شمال‌ختیځ اسام ایالت کې د سېلابونو راتلو له امله د قربانیانو شمېر ۵۸ کسانو ته رسېدلی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند په شمال‌ختیځ اسام ایالت کې د ‎سختو وروښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې ډېر زیانونه یې اړولي دي.

د اسام ایالت چارواکو د زرګونو کورونو تخیله کولو ته په اشارې ویلي چې د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې یې سلګونه اضطراري سرپناوې جوړې کړې دي.

د هند د هوا پېژندنې ادارې د دغه هېواد په شمال‌ختیځ ایالت کې د ورښتونو له امله بېړنی وضعیت اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه د نیپال په سوېل کې هم د بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوي دي.

موسمي بارانونه هر کال په سوېلي اسیا کې د مړینې لامل کېږي خو په دې وروستیو کلونو کې سخت سېلابونه او د ځمکې ښوېدو پېښې ډېر شوي دي.

کارپوهان وایي چې اقلیمي تغییراتو او د سړکونو جوړولو دا ستونزه ډېره کړې ده.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.