Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېرو ۶ میاشتو کې د ملاریا ۵۰ زره او د ډینګي ناروغۍ څه باندې زر مثبتې پېښې ثبت شوې

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان زېږدیز کال په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په کچه د ملاریا نږدې ۵۰ زره او د ډينګي ناروغۍ ۱۰۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د ډینګي تبه یوه ویروسي ناروغي ده چې د ډينګي پر ویروس ککړو میاشو له لارې انسان ته انتقالېږي، دا ناروغي د هډوکو ماتوونکې تبې په نوم هم پېژندل کېږي، ډېره تبه، د عضلاتو او مفصلونو شدید دردونه، د سر درد، یو ډول جلدي ناروغي او ځيني وخت کانګې هم د دې ناروغۍ نښې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي، د تېر ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې په ټول هېواد کې نږدې ۱۴۶۶ د ډینګي ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې چې دوه کسان یې له امله مړه شوي وو.

دی وايي، د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۱۰۷۷ د ډینګي ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې او تر اوسه د مړینې پېښه نه لري.

زمان زیاتوي، د عامې روغتیا وزارت د دې لپاره چې د ډینګي له ناروغۍ مخنیوی وشي، په دې وروستیو کې په تودو سیمو کې د پشه‌خانو وېش لړۍ پیل کړه او ترڅنګ یې د عامه پوهاوي سیمیناورنه یې هم جوړ کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۶مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي وو چې د ډينګي میاشې په کورونو او له کورونو بهر له اوبو ډکو لوښو کې وده کوي، خلک باید د اوبو د لوښو، حوضونو او ویالو له پاک ساتلو سره د ډينګي له ناروغۍ مخنیوی وکړي.

نوموړي په یوه بل ویډیویي کلیپ کې ویلي، د تېر ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملاریا نږدې ۳۵ زره مثبتې پېښې ثبت شوې او سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۵۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دی وايي، دغه ارقام ښيي چې د ملاریا پېښې د تېر کال په پرتله نږدې ۶۹ سلنه زیاتې شوې دي.

د زمان د معلوماتو له مخې، په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې ۵۰۰ زره پشه‌خانې د افغانستان په تودو سیمو کې د مخنیوي په موخه وېشلې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې په روغتیایي مراکزو کې نسبت مخکې ته د دې ناروغۍ درمل هم شته.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.