Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

خوست‌ښار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني هواره شوه او روغه یې وکړه.

د خوست د تڼیو ولسوالۍ نريزي سيمه کې دغه روغه د قومي مشرانو او ځايي حکومتي چارواکو په هلو ځلو وشوه.

حکومتي چارواکي او قومي مشران وايي، د دوی هڅه دا ده چې په دې سيمه کې دې ته ورته نورې شخصي دښمنۍ او ټولنيزې لانجې هم حل کړي.

د خوست امنيه قوماندان حافظ عبدالرشيد عمري چې د يادې دښمنۍ په حل کې يې رول ترسره کړی، پژواک خبري اژانس ته وويل، د اسلامي امارت له راتګ وروسته په دغه ولايت کې لسګونه شخړې او دښمنۍ هوارې شوې دي.

هغه په خپلو خبرو کې له خلکو غوښتنه وکړه چې په خپل منځ کې يووالی وساتي او د مينې او ورورۍ په فضا کې ژوند وکړي، څو په ټولنه کې شته ناخوالې او فاصلې ختمې شي.

نوموړي زياته کړه: «د شخړو هواري لپاره په هره ولسوالۍ کې د قبايلو سرحدونو چارو رياست يو هيئت ټاکلی څو په هره ولسوالۍ کې له قومي مشرانو سره وګوري او دا ډول بدۍ او شخړې چې په هره طريقه وي، هوارې کړي.»

په همدې حال کې، د دې سيمې قومي مشران او سپين‌ږيري وايي چې د دې ډول شخصي دښمنيو او شخړو حل د خلکو ترمنځ د يووالي لامل ګرځي او د بدبختيو مخه نيول کېږي.

يوه قومي مشر اصيل‌خان پژواک ته وويل، د دوی به هڅه دا وي چې په خپله سيمه کې شته شخړې او لانجې حکومتي مسوولينو ته ور په ګوته کړي، څو د حل لپاره يې کار وکړي.

هغه وويل: «څومره حکومتونه چې راغلي د دښمنيو په حل کې يې دا ډول هڅې نه دي کړې، لکه اوس چې کېږي؛ شخړې هواريږي، د کليو او قومونو په منځ کې وروري راځي او دا د اسلامي امارت مسووليت هم دی چې بايد ترسره يې کړي.»

ورته مهال، د ښکېلو کورنيو غړي هم خوښي څرګندوي چې څه باندې له درې لسيزو تېرېدو وروسته بېرته يو بل ته د ورورۍ غېږه ورکوي.

د يوې ښکېلې کورنۍ غړي اميرتاج علي‌خان پژواک ته وويل، د دښمنۍ پر مهال يې د ځاني زيانونو ترڅنګ ګڼ مالي زيانونه هم وليدل.

هغه زیاته کړه، د دې دښمنۍ پر مهال له دواړو لورو دوه کسان هم وژل شوي دي.

هغه له قومي مشرانو او حکومتي مسوولينو مننه وکړه چې د دوی دا اوږده دښمني يې په دوستۍ بدله کړه.

دی وايي: «دښمني سراسر په تاوان ده، نه به د چا ښادۍ ته ورتللی شې، نه غم ته، نور کورني مشکلات رامنځته کوي، بدۍ کې هيڅ ګټه نشته، اوس زه ډېر خوښ يم چې مشکل مو حل شو.»

دغه راز، د بلې ښکېلې کورنۍ غړي سخي مرجان هم له پژواک سره خبرو کې وويل چې د دښمنۍ پر مهال يې ډېرې سختۍ ګاللې دي او نه غواړي تېرې خاطرې ور په ياد کړي.

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د ستونزو او مشکلاتو پر مهال له زغمه کار واخلي، څو ژوند يې له ستونزو سره مخ نه شي.

هغه وايي: «پخوا هم زموږ دواړو کورنيو ترمنځ وروري وه، خو چې مشکل راغی په منځ کې دا هر څه پېښ شول، اوس بيا زما هغه ورورولي ده له دوی سره، زه ډېر خوښ يم.»

خوست کې زياتره وخت د ځمکو او غرونو د ملکيت او نورو ټولنيزو موضوعاتو پر سر شخړې رامنځته کېږي چې ډېرو کې بیا مرګ‌ژوبله هم پېښېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.