ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«‎د کابل – غزنی دویم سړک جوړولو چارې دې ژر پيل شي»

«‎د کابل – غزنی دویم سړک جوړولو چارې دې ژر پيل شي»

author avatar
8 Jul 2024 - 17:04
«‎د کابل – غزنی دویم سړک جوړولو چارې دې ژر پيل شي»
author avatar
8 Jul 2024 - 17:04

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): کابینې ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې له کابل څخه تر غزني پورې د دویم سړک جوړولو په موخه له شرکتونو سره د قرارداد په اړه ناسته وکړي.

د چارو ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت د کابينې په غونډه کې چې د ریيس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه، د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

خبرپاڼه کاږي، د کابينې په دې غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د کابل – کندهار لويې لارې د جوړولو چارې له کابل څخه تر غزني پورې د دویم سړک جوړولو لپاره له شرکتونو سره د قرارداد په اړه ناسته وکړي او پايله یې دې د رياست‌الوزراء له مقام سره شريکه کړي څو يې د جوړېدو عملي چارې ژر پيل شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د ۳۰ کيلومتره مربع ځمکې د استملاک په اړه بحث وشو او يو پلاوی وټاکل شو څو د دې ځمکې د استملاک چارې له نږدې وڅېړي او پايله دې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.