ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
9 Jul 2024 - 17:31
لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
9 Jul 2024 - 17:31

پل‌علم (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د لوګر ولایت سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ا.ا سیمه‌ییزو چارواکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د خوښۍ ولسوالۍ په «کاریزو» سیمه کې د سلېمان‌خېل قوم اړوند دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني حل شوه.

صدیقي زیاته کړه، د یادو کورنیو ترمنځ ۲۵ کاله مخکې د اوبو پرسر شخړه رامنځته شوې وه چې له دواړو لورو ۲ کسان وژل شوي وو او یو شمیر نور ټپيان شوي وو.

نوموړی همدارنګه زیاته کړه، یاده دښمني حل شوه او دواړه لورو یو بل ته بښنه وکړه.

د خوښۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سیدمحمد پژواک ته وویل، خوښ دی چې د مسؤولینو، علماو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د سلمیان خېل قوم د حاجي الف خان او حاجي فقیر کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده.

هغه له سیمه‌ییزو چارواکو او قومي مشرانو وغوښتل څو ورته نورې دښمنۍ او شخړې چې له کلونو کلونو راهیسې د دغه ولایت په نورو ولسوالیو او کلیو کې د خلکو ترمنځ شتون لري، هوارې کړي.

باید وویل شي چې له دې مخکې هم د لوګر ولایت د قومونو او سرحدونو چارو ریاست له لوري او د قومي مشرانو په منځګړیتوب په مرکز پل علم، محمداغې، څرخ او بره کي برک ولسوالیو کې ورته دښمنۍ هوارې شوې دي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.