جلالاباد (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار ولایت د کانال رياست له لوري د دې ادارې اړوند د اوبو لويه وياله کې د ځوانانو او ماشومانو د لامبو وهلو د مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو.
د ننګرهار د کانال ریاست نن د چنګاښ په ۱۹مه په همدې موخه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره کړ او له کورنيو يې وغوښتل چې خپل اولادونه په نهر کې لامبو وهلو ته پرې نږدي.
د ننګرهار کانال رييس مولوي غلامالرحمن کظيم د دغه کمپاين پرمهال د رسنیو له لارې پر خلکو غږ وکړ چې خپل اولادونه او د کورنۍ کشران دې وڅاري او په دې لوی نهر کې یې دې له لامبو وهلو منعه کړي.
نوموړي وويل، په سيند او لوی نهر کې د ځوانانو د ډوبېدو پېښې ډېرې شوي او بايد په ګډه يې د مخنيوي لپاره هڅه وشي.
د کانال رييس زياته کړه: «ځوانان په نهر کې د ساعتيرۍ په خاطر لامبي او کله چې يې اوبه ويسي کورنۍ يې د اوبو بندولو غوښتنه کوي چې بيا د کانال او عام ولس ځمکې له خړوبېدو پاتې کيږي او فصلونه زيانمن کيږي خو له دې وروسته که کومه پېښه رامنځته شي موږ د نهر اوبه نه بندوو او مسوولیت به یې د کورنيو پر غاړه وي.»
بلخوا، عام خلک هم دا کمپاين ګټور ګڼي او له کورنيو غواړي چې پر خپلو اولادونو پام وساتي.
د جلالاباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند د کابل هډې يو هټۍوال رحمنالله وايي، په دغه سيمه کې ډېر ځوانان او ماشومان به نهر کې لامبو وهي او کله ناکله د ناپامۍ او سرزورۍ له امله په اوبو کې ډوبېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار اړوند د کانال لوی نهر او د کابل سيند کې د لامبو وهلو پرمهال د خلکو د ډوبېدو پېښې زياتې شوې دي.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن