Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار کانال اوبو کې د لامبو وهلو د مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو

جلال‌اباد (پژواک،  ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار ولایت د کانال رياست له لوري د دې ادارې اړوند د اوبو لويه وياله کې د ځوانانو او ماشومانو د لامبو وهلو د مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو.

د ننګرهار د کانال ریاست نن د چنګاښ په ۱۹مه په همدې موخه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره کړ او له کورنيو يې وغوښتل چې خپل اولادونه په نهر کې لامبو وهلو ته پرې نږدي.

د ننګرهار کانال رييس مولوي غلام‌الرحمن کظيم د دغه کمپاين پرمهال د رسنیو له لارې پر خلکو غږ وکړ چې خپل اولادونه او د کورنۍ کشران دې وڅاري او په دې لوی نهر کې یې دې له لامبو وهلو منعه کړي.

نوموړي وويل، په سيند او لوی نهر کې د ځوانانو د ډوبېدو پېښې ډېرې شوي او بايد په ګډه يې د مخنيوي لپاره هڅه وشي.

د کانال رييس زياته کړه: «ځوانان په نهر کې د ساعتيرۍ په خاطر لامبي او کله چې يې اوبه ويسي کورنۍ يې د اوبو بندولو غوښتنه کوي چې بيا د کانال او عام ولس ځمکې له خړوبېدو پاتې کيږي او فصلونه زيانمن کيږي خو له دې وروسته که کومه پېښه رامنځته شي موږ د نهر اوبه نه بندوو او مسوولیت به یې د کورنيو پر غاړه وي.»

بلخوا، عام خلک هم دا کمپاين ګټور ګڼي او له کورنيو غواړي چې پر خپلو اولادونو پام وساتي.

د جلال‌اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند د کابل هډې يو هټۍوال رحمن‌الله وايي، په دغه سيمه کې ډېر ځوانان او ماشومان به نهر کې لامبو وهي او کله ناکله د ناپامۍ او سرزورۍ له امله په اوبو کې ډوبېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار اړوند د کانال لوی نهر او د کابل سيند کې د لامبو وهلو پرمهال د خلکو د ډوبېدو پېښې زياتې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.