ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس ځيني اوسېدونکي: د اسنادو تایید په بدل کې د ګذر وکیلانو له خوا د پیسو اخیستو مخه دې ونیول شي

د بادغیس ځيني اوسېدونکي: د اسنادو تایید په بدل کې د ګذر وکیلانو له خوا د پیسو اخیستو مخه دې ونیول شي

author avatar
9 Jul 2024 - 17:14
د بادغیس ځيني اوسېدونکي: د اسنادو تایید په بدل کې د ګذر وکیلانو له خوا د پیسو اخیستو مخه دې ونیول شي
author avatar
9 Jul 2024 - 17:14

قلعۀ‌نو (پژواک، ۱۹چنګاښ ۱۴۰۳): د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې ځیني د ګذر وکیلان د پېژندپاڼې، بانکي حساب، نکاح خط او داسې نورو اسنادو د تاییدۍ په بدل کې له دوی په غیرقانوني ډول پیسې اخلي.

هغوی وایي، کله چې د پېژندپاڼې، نکاح خط، بانکي حساب او د داسې نورو اسنادو د طی مراحلو لپاره د ګذر وکیل مهر او تاییدۍ ته اړتیا شي، باید د خپلې سیمې د ګذر وکیل ته د دغو اسنادو د تاییدۍ په بدل کې ۵۰ افغانۍ ورکړي چې دا چاره د قانون خلاف ده.

اوسېدونکي: له مسوولینو غواړو چې د اسنادو د تاییدۍ په بدل کې د وکیلانو له خوا د پیسو اخیستو مخنیوی وکړي

د بادغیس د قادس ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالصبور پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه د نکاح خط لپاره لاړم چې د ګذر وکیل تاییدي واخلم، کله چې زما فورم وکیل مهر او لاسلیک کړ له ما یې ۵۰ افغانۍ واخیستې.»

نوموړي د اسنادونو د تاییدۍ په بدل د ګذر وکیل له خوا د پیسو اخیستل غیرقانوني وبلل، له مسوولینو يې وغوښتل چې د دې چارې مخه ونیسي.

دغه‌راز، د بادغیس د مرکز قلعه‌نو یو اوسېدونکی محمدجمعه هم ورته شکایت لري او وایي: «ما په کابل کې ځانته بانکي حساب پرانیسته، بانک راته یو فورم راکړ چې باید هغه د ګذر وکیل او ښاروالي تایید کړي، کله چې د ګذر وکیل ته ورغلم د مهر او لاسلیک په‌خاطر یې را څخه ۵۰ افغانۍ وغوښتې مجبور وم چې ور یې کړم.»

ده هم د دغه کار د مخنیوي غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «زما غوښتنه له دولته دا ده چې د داسې خلکو مخه ونیول شي او له هیچا دې پیسې وانه اخلي، خلک غریب دي او د پیسو ورکولو وس نه لري.»

د بادغیس د ابکمري ولسوالۍ یو اوسېدونکی شېراقا وایي چې خپلې مور، مېرمنې او اولادونو ته یې پېژندپاڼې اخیستې، خو د برېښنایي پېژندپاڼو د توزیع مرکز ورته د ګذر وکیل د تاییدۍ لپاره درې جلا مکتوبونه ورکړل، د ګذر وکیل ترې د هر مکتوب د مهر او لاسلیک په بدل کې ۵۰ – ۵۰ افغانۍ غوښتې.

دی هم د ګذر د وکیلانو دغه کار د قانون خلاف وباله او وایي: «باید د داسې خلکو مخه ونیول شي او باید اړونده مسوولین د داسې خلکو مخه ونیسي، ډېری خلک د دغو پیسو د ورکړې وس نه لري او نه باید د اسنادو د تاییدۍ په بدل کې له خلکو پیسې واخلي.»

یو د ګذر وکیل: خلک خپله موږ ته پیسې راکوي

د قلعه‌نو ښار د څلورمې ناحیې یوه وکیل عبدالواسع نورزاد پژواک ته وویل: «زه دا خبره ردوم، موږ له هیچا څخه په زور پیسې نه اخلو، خو دا چې موږ رضا کاره یو، که څوک په خپله خوښه موږ ته ۲۰، ۳۰ او ۵۰ افغانۍ راکړي موږ یې اخلو، خو دا اجباري نه ده.»

نوموړی وایي دا چې ځیني د ګذر وکیلان بل مصروفیت او شغل نه لري، ښایي ځيني خلک د اسنادو د تاییدۍ په بدل کې یو څه اندازه پيسې ورکړي.

حقوق‌پوهان: د اسنادو د تاییدۍ په بدل کې د ګذر وکیلانو له خوا د پیسو اخیستل غیرقانوني عمل دی

د بادغیس د پوهنتون یو استاد نثاراحمد اکبري پژواک ته وویل چې د اسنادو د تاییدۍ په بدل کې د ګذر د وکیلانو له خوا د پیسو اخیستل غیرقانوني دي.

نوموړی وایي: «دا موضوع هیڅ قانوني مبنا نه لري، د ګذر وکیل باید رضاکارانه کار وکړي، دوی هیڅ حق نه لري چې د مهر او لاسلیک په بدل کې له خلکو پیسې واخلي؛ دوی دا مسوولیت په داوطلبانه ډول پر غاړه اخیستی او باید په رضا کارانه ډول کار وکړي، دا په واقعیت کې د اندېښنې وړ خبره ده چې داسې مسایل ولې باید وجود ولري.»

نوموړي وویل چې مسوولین باید د ګذر وکیلانو د دغه عمل مخه ونیسي.

مسوولین: له داسې کسانو سره به قانوني چلند وشي

د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع‌الله متقي وویل: «تر اوسه داسې څه شکایت موږ ته نه دی رسېدلی، حکومتي ادارې فعالې دي، که څوک شکایت لري اړوندو ادارو کې دې درج کړي، مسوولین به هغو ته رسېدنه وکړي.»

ورته وخت کې، د قلعه‌نو ښاروال عبدالمجید محمودي هم وایي چې تر اوسه يې په دې اړه هیڅ شکایت نه دی ترلاسه کړی.

هغه وویل: «د ښار د ټولو ناحیو د ګذر وکیلان د خلکو له خوا ټاکل شوي، باید خلکو ته په رضاکارانه ډول خدمت وکړي او د اسنادو تاییدۍ په بدل کې د پیسو اخیستو حق نه لري.»

نوموړی وایي، د قلعه‌نو ښاروالۍ هڅه کوي څو هغه د ګذر وکیلان چې د اسنادو تاییدۍ په بدل کې له خلکو پیسې اخلي، وپېژندل شي او ورسره به قانوني چلند وشي.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.