د بادغیس ځيني اوسېدونکي: د اسنادو تایید په بدل کې د ګذر وکیلانو له خوا د پیسو اخیستو مخه دې ونیول شي
د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې ځیني د ګذر وکیلان د پېژندپاڼې، بانکي حساب، نکاح خط او داسې نورو اسنادو د تاییدۍ په بدل کې له دوی په غیرقانوني ډول پیسې اخلي.


