کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ترکمنستان له سفیر په لېدنه کې ویلي، د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي چې د ټاپي پروژې ټول حقوقي اسناد نهایي او د کار د پیل زمینه برابره شي.
ټاپي، له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نل لیکې پروژه چې د سمېې مهم څلور هېوادونه په کې ښکیل دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف سره وکتل.
سرچېنې لیکلي، په دې ناسته کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې پر غزولو، تورغنډۍ سټېشن ظرفیت لوړونې او د هرات نورالجهاد برق سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې اترې وشوې.
د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دغه لېدنه کې هیله څرګند کړې چې افغان لوری به هڅه وکړي چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو پاتې برخه مسئلې اوارې او عملاً کار پیل شي.
هغه ویلي، د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي چې د ټاپي پروژې ټول حقوقي اسناد نهايي او د کار د پیل زمینه برابره شي.
د ده په خبره، د تورغنډۍ بندر کې د اوسپنې پټلۍ اړوند تاسیساتو جوړولو په اړه هم اړونده افغان اداره کار کوي او په نژدې راتلونکي کې به د ترکمنستان لوري ته اطلاع ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP