ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې کډوالو او داخلي بې‌ځایه شوو ته ۶۵ کورونه جوړیږي

دایکنډي کې کډوالو او داخلي بې‌ځایه شوو ته ۶۵ کورونه جوړیږي

author avatar
10 Jul 2024 - 16:10
دایکنډي کې کډوالو او داخلي بې‌ځایه شوو ته ۶۵ کورونه جوړیږي
author avatar
10 Jul 2024 - 16:10

نیلي (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د دایکنډي د کډوالو او راستنېدونکو چارو امریت وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې کډوالو، داخلي بې‌ځایه شوو او بې‌وزلو ته ۶۵ کورونه جوړیږي.

د دایکنډي د کډوالو او راستنېدونکو چارو امریت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا ۶۵ سرپناوې به ۳۵۵ زره او ۶۸۰ ډالر لګښت ولري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پروژه د دایکنډي د کډوالو امریت په همغږۍ، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د وطن پراختیایي او ټولنیزو خدماتو موسسې له خوا تطبیقیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژې کار تېره ورځ د ادارو او د تطبیقوونکو موسسو د مسوولینو په حضور کې پیل شو.

سرچینې ویلي چې د دې پروژې چارې به د ۲۰۲۴ کال تر پایه بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دایکنډي کې ځيني کډوالو او داخلي بې‌ځایه شوو ډېر ځلي د سرپناوو له نشتوالي شکایتونه درلودل.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.