ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګراندي: له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ځنډول شوې

ګراندي: له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ځنډول شوې

author avatar
10 Jul 2024 - 13:37
ګراندي: له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ځنډول شوې
author avatar
10 Jul 2024 - 13:37

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ځنډول شوی دی.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دغه سفارت سرپرست محمد سردار احمد شکېب د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له عمومي مشر فیلپو ګراندي سره پرون کتلي دي.

سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې افغان سفیر له ګراندي د مننې ترڅنګ چې د افغان کډوالو د احوال پوښتلو په موخه یې پاکستان ته سفر کړی وویل، په پاکستان کې افغان کډوال د یوې څرګندې رسمي پالیسۍ نشتوالي له امله ډېری وخت له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، کارت لرونکي او نه لرونکي دواړه په مشکل کې وي.

شکېب زیاته کړې، په کار ده چې په دې اړه د کډوالو عالي کمېشنرۍ په هڅو درې اړخیزې غونډې وخت په وخت ترسره شي، څو افغان کډوال د یوه میکانیزم او واضح تګلارې په رڼا کې ژوند وکړای شي، د سیاسي حالاتو قرباني نه شي او د جبري اخراج پر ځای دې هغوی خپلې خوښې ته پرېښودل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغان کډوالو ټولو کارتونو ته دې یو او با اعتباره حیثیت ورکړل شي.

افغان سفیر ګراندي ته ویلي، که چېرې دوی له نږدې د افغان کډوالو وضعیت وڅاري، د هغوی د ستونزو درک به نور هم ورته وشي.

سرچینې ویلي، په دې کتنه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر فیلپو ګراندي وویل: «موږ پوهېږو چې د افغان کډوالو اجباري اخراج تر ډېره حده سیاسي و.))

نوموړي ویلي، له پاکستاني چارواکو سره یې د دې ستونزې د حل په موخه خبرې کړې او دغه راز یې زیاته کړې، ډاډ ورکول شوی چې د جبري اخراج دا لړۍ نوره ځنډول شوې ده.

ګراندي ویلي، غواړي چې د افغانستان، پاکستان او «یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار» ترمنځ درې اړخیزه ناسته ترسره شي، د افغان کډوالو کارتونه واحد او معتبر شي، حقوق یې خوندي او د کډوالو له وضعیته سیاسي استفاده ونه شي.

دغه راز «یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار» هم پرون په یوې اعلامیه کې ویلي، ګراندي په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د دایمي حل‌لارې پیدا کولو لپاره د هلو ځلو په غښتلي کولو ټینګار کړی دی.

سرچینې ویلي، فیلپو ګراندي له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو «پي‌او‌ار» کارتونو وخت دې تمدید کړي.

دغه راز، د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی و او هلته یې د پاکستان له لومړي وزیر، د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړې.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.