ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې سږ کال د خټکیو حاصلات ۱۱۶ زره ټنه شوي

جوزجان کې سږ کال د خټکیو حاصلات ۱۱۶ زره ټنه شوي

author avatar
10 Jul 2024 - 18:02
جوزجان کې سږ کال د خټکیو حاصلات ۱۱۶ زره ټنه شوي
author avatar
10 Jul 2024 - 18:02

شبرغان (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳ ): د جوزجان د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د خټکیو حاصلات څه باندې ۱۱۶ زره ټنو ته رسېدلي خو کروندګر د بازار پر نشتوالي اندېښنه ښيي او له حکومته په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

کروندګر وايي، که څه هم یو من خټکي په ډېره ټیټه بیه (۲۰ افغانۍ) پلوري خو بیا هم نه پلورل کېږي او اندېښمن دي چې خراب نه شي.

جوزجان کې د امان‌الله په نوم یو کروندګر چې د خپل پالېز خټکي یې د پلور لپاره راټول کړي، پژواک خبري اژانس ته وویل، په لومړیو څو ورځو کې د خټکیو بازار ښه و خو اوس ډېر نه پلورل کېږي او بیه یې هم ټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، نن (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۰مه) یو من خټکي په ډېره ټیټه بیه، یعنې ۲۰ افغانیو لیلام شوي، خو بیا هم نه پلورل کېږي.

هغه وايي: «یو شمېر بزګرانو خپل کړی لګښت پوره کړی خو زما په ګډون یو شمېر نور بیا په زیان کې روان یو.»

نوموړي زیاته کړه: «ډېر محصولات مو په ګاونډیو ولایتونو کې پلورل کېږي، له یوې خوا یې بیه ټیټه شوې، له بلې خوا خټکي چینجي پیدا کوي، د کرنې له ریاست او مرستندویو ادارو هیله لرو چې له موږ سره د محصولاتو د پلور او د درملو برخو کې مرسته وکړي.»

شبرغان ښار کې یو بل ځمکوال شهربانو پژواک خبري اژانس ته وویل: «سږ کال مې بزګر ته هدایت ورکړ چې پر لس جریب ځمکه خټکي وکري خو سره له دې چې ډېره برخه یې مرض وهلي او له منځه تللي، بیا مو هم ښه حاصل ترلاسه کړی دی.»

خو هغه د خپلو حاصلاتو د بازار له پیکه‌کېدو اندېښمن دی او وايي: «موږ ټول سهار تر ماښامه په خپلو ځمکو کې کار کوو، خو تر اوسه مې خپل لګښتونه پوره نه شو کړای، بیې ډېرې ټیټې دي، بازار نشته.»

دغه‌راز، په شبرغان ښار کې یوه کروندګر ګلالي وویل چې د خټکیو حاصلات یې ښه شوي، خو بازار یې پیکه دی او ممکن ډېره برخه خټکي یې خراب شي.

نوموړی د کرنې له ریاسته غوښتنه کوي څو محصولاتو ته یې بازار پیدا او د ساتنې لپاره یې ورته سړې خونې جوړې کړي.

د جوزجان د کرنې ریاست په دغه ولایت کې د خټکیو د حاصلاتو له ډېرېدو خبر ورکوي.

د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مېوو او سبزیجاتو برخې مدیر غلام‌نبي نیکبین پژواک ته وویل، روان کال په جوزجان کې له اوبیزو ځمکو ۱۱۴ زره او ۲۰۰ ټنه او له للمي ځمکو ۱۹۰۰ ټنه خټکي ترلاسه شوي دي.

هغه د دې ترڅنګ چې وايي، سږ کال په جوزجان کې د خټکیو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېر اټکل شوي زیاته کړه: «په ۱۴۰۲ کال کې د للمي خټکیو حاصلات ۸۴ زره او ۶۰۰ ټنو او د اوبیزو خټکیو حاصلات ۸۰۰ ټنو ته رسېدل.»

نوموړی د بازار نشتوالي له امله د کروندګرو د اندېښنې په اړه وايي: «هڅه کوو څو د خټکیو خرڅلاو ډېر شي او کروندګر زیانمن نه‌شي.»

د هغه په وینا، د جوزجان کرنې ریاست تل له کروندګرو د ملاتړ لپاره هڅه کړې، لکه څرنګه چې یې سږ کال کروندګرو ته د خټکیو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشلي او د اوبولګولو برخه کې یې د قطره‌یي سیستم او د طبیعي افتونو او ناروغیو د کنټرول لپاره یې ورته روزنیز پروګرامونه درلودل.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.