ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

author avatar
10 Jul 2024 - 13:25
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي
author avatar
10 Jul 2024 - 13:25

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ‌دار ویلي چې نږدې راتلونکي افغانستان ته سفر کوي.

د جیو نیوز د راپور له مخې،  دغه څرګندونې اسحاق‌ دار پرون (سه‌شنبه) د عرفان صدیقي په مشرۍ ‎د پاکستان د سنا مجلس ‎د بهرنیو ‎ چارو کمیټې په ناسته کې کړې دي.

هغه څرګنده کړې: «زه به څو په ورځو کې افغانستان ته ولاړ شم؛ افغانستان زموږ ورور هېواد دی.»

دغه راز هغه زیاته کړې: «موږ له افغانستان سره ډېرې نږدې اړیکې درلودې او لرو به یې، تاسې نه‌شئ کولای خپل ګاوندیان بدل کړئ.»

په ورته مهال، اسحاق ‌دار کابل ته د خپل سفر د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي.

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.