Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې د روږدو درملنې لپاره یو ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپ جوړ شو

نیلي (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د روږدو درملنې لپاره یو ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپ جوړ شوی دی.

یاد روغتیایي کمپ تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت له لوري د ځايي مسوولینو په شتون کې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې جوړ شو چې د ۱۶۷ راټول شوو روږدو درمنله په کې کېږي‎.

د دایکنډي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د تقاضا برخې مدیر سیدمحمد حسین هاشمي وویل چې یاد روغتیایي کمپ په هره دوره کې د ۲۰۰ روږدو د درملنې ظرفیت لري.

هغه زیاته کړه، په یاد روغتیایي کمپ کې په یوه درې میاشتینۍ دوره کې د روږدو درملنه له بېلابېلو طریقو په ګټې اخیستنې ترسره کېږي.

هغه هیله‌مندي وښوده، هغه روږدي کسان چې په یاد روغتیايي کمپ کې یې درملنه کېږي، روغ او له نشه‌يي توکو پاک به خپل عادي ژوند ته وګرځي.

نوموړي څرګنده کړه، له درمنلې وروسته د یادو کسانو لپاره د دندې پیدا کولو برخه کې د کار او ټولنیزو چارو له ریاست سره لازمه همغږي شوې ده.

دغه‌راز، د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر ملا عبدالعزیز طیب وايي چې حکومت له پر له پسې هڅو وروسته د روږدو د درملنې زمینه برابره کړې ده.

د دایکنډي د والي دفتر رییس مولوي رحمت‌الله ابوضیا وویل، حکومت هر هغه چاره چې د ټولنې او هېواد لپاره ګټوره وي، عملي کوي.

هغه د هېواد په کچه د روږدو درملنې لپاره د روغتیايي کمپونو جوړول د حکومت د مشرتابه ژمنتیا وبلله.

ورته مهال، ځیني روږدي چې د درملنې لاندې دي، د یاد کمپ له جوړېدو هرکلی کوي او له حکومته د کار زمینې برابرولو غوښتونکي دي.

یوه روږدي عبدالحمید وویل: «ډېره ښه ده چې زموږ لپاره کمپ جوړ شوی او موږ ته پاملرنه کېږي، ډېر بدبخت یو، هیڅ ژوند نه‌لرو.»

هغه له حکومته وغوښتل چې روږدي ټول کړي او درملنه یې وکړي او هغوی ته د کار زمینه هم برابره کړي څو بیا دغه عمل ته مخه نه‌کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.