کندهار (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د کندهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په تختهپل ولسوالۍ کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه چکډیم جوړولو چارې پیل شوې.
د کندهار د اقتصاد رییس ملا عبدالسلام بریالي نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه چکډیم د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (یواېنډيپي) په مالي لګښت د یادې ولسوالۍ په بیانزو سیمه کې جوړېږي.
هغه زیاته کړه، دغه چکډيم ۲۲۰ متره اوږدوالی، ۱۳ متره لوړوالی او د یو میلیون مترمکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري.
د هغه په خبره چې پر دغه پروژه ۵۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت راځي او سلګونه کسانو ته به ورسره د کار زمینه برابره شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني هم وویل، هڅه کوي چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو چکډیمونه جوړ کړي څو د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي.
د تختهپل ولسوالۍ د بیانزو سیمې یو اوسېدونکی عبدالله جان وایي، پخوا له دې سیمي ډېرو کورنیو د اوبو نشتون له امله کډه کړې خو چې د اوبو چکډیم ورته جوړېږي تمه لري چې د اوبو ستونزه به حل شي.
د همدې سیمې یو بل اوسېدونکی عبدالخالق وایي، دوی له ډېره وخته په خپله سیمه کې د اوبو د بندونو او چکډیمونو جوړولو غوښتنه کړې، اوس چې د چکډیم جوړولو کار پيل شوی، ورته خوشحال دي.
د تختهپل ولسوالۍ د بیانزو سیمه چې له کندهار ښاره ۱۱۰ کیلومتره لرې پرته ده، اکثره اوسېدونکي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي خو د وچکالۍ له امله په دې سیمه کې کرنه او مالداري ډېره زیانمنه شوې او یو شمېر اوسېدونکي یې نورو سیمو ته کډه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن