ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د یوه بل کال لپاره وغځېده

پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د یوه بل کال لپاره وغځېده

author avatar
11 Jul 2024 - 12:49
پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د یوه بل کال لپاره وغځېده
author avatar
11 Jul 2024 - 12:49

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د پاکستان د حکومت کابینې اعلان کړی چې د ثبت شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده یې د یوه بل کال لپاره وغځوله.

رویټرز راپور ورکړی چې د پاکستان د دولت کابینې یاده پرېکړه پرون (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۰مه) کړې او له مخې یې، د «پې‌اوار» کارت لرونکي کډوال کولای شي د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې پاتې شي.

د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي: «د فدرال کابینې د ۱،۴۵ میلیون افغان کډوالو د اوسېدو نېټه یو کار نوره هم وغځوله.»

د پاکستان حکومت یاده پرېکړه پاکستان ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي له درې ورځني سفر وروسته اعلان شوې ده.

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي پاکستان ته په درې ورځني سفر کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د دغه هېواد له ځینو چارواکو سره غږېدلی و.

د ویلو ده، پاکستان د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه او د راپورونو له مخې، دغه هېواد تر اوسه څه باندې نیم میلیون افغان کډوال په زور ایستلي دي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.