ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«سوداګر دې د خامو موادو پر ځای پاخه شوي تولیدي توکي صادر کړي»

«سوداګر دې د خامو موادو پر ځای پاخه شوي تولیدي توکي صادر کړي»

author avatar
11 Jul 2024 - 16:09
«سوداګر دې د خامو موادو پر ځای پاخه شوي تولیدي توکي صادر کړي»
author avatar
11 Jul 2024 - 16:09

چکابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۳۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وايي، د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې، د کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې پر نړۍوالو معیارونو برابر د صادراتو د پروسس زونونه جوړیږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې نن په کابل کې د صادراتو ملي ورځې نمانځغونډې ته – چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت کې جوړه شوې وه – وکړې.

ملا برادر وویل، اسلامي امارت د صادرات‌محوره اقتصادي پالیسۍ له مخې د هېواد ټولو صادراتي شرکتونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان د صادراتو کچه به لوړېږي او ټول تولیدات به د تجارت له معیارونو سره سم نورو هېوادونو ته صادر شي.

دی وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې پر نړۍوالو معیارونو برابر د صادراتو پروسس زونونه جوړېږي چې د ځمکې د انتقال او ملکیت چارې یې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

خو نوموړي په دې اړه چې د صادراتو پروسس یاد زونونه په کومو ولایتونو کې جوړېږي، معلومات ور نه‌کړل.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، اوسمهال د هېواد له ۱۳ ولایتونو د نړۍ هېوادونو ته صادرات ترسره کېږي او په خبره یې، اسلامي امارت د افغانستان صادراتي توکو ته د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې د بالقوه او بدیلو بازارونو موندلو هڅې پيل کړې دي.

برادر له ټولو صادروونکو وغوښتل چې د هېواد حیثیت ته په کتو خپل صادرات له نړۍوالو معیارونو سره برابر کړي.

هغه دغه راز له ملي سوداګر وغوښتل چې د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ له په نظر کې نیولو سره د خامو موادو پر ځای پاخه شوي تولیدي توکي صادر کړي.

ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل، د غويي میاشتې ۲۰مه د کابینې د یوه پرېکړه له لارې د صادراتو د ودې او له صادروونکو سره د هر اړخیز ملاتړ په موخه د صادراتو ملي ورځې په توګه تصویب شوه.

هغه د دې په ویلو سره چې تېر لمریز کال د صادراتو کچه دوه میلیارد ډالره وه، زیاته کړه، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان صادراتو د کمیت او کیفیت له اړخه د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد وویل، یو هېواد هغه مهال پر ځان بسیا کېدای او پرمختګ کولای شي چې متوازن تجارت ولري.

هغه زیاته کړه، د افغانستان تجارت یو غیرمتوازن تجارت دی؛ په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ۷۹ سلنه واردات او ۲۱ سلنه صادرات درلودل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمدیونس مهمند پر نړۍوالو غږ وکړ چې له افغانستان سره د پیسو په انتقال کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه، د ځینو ګاونډیو هېوادونو دوه مخي سیاست له امله په صادراتو کې کمښت راځي، له دغو هېوادونو یې وغوښتل چې د ګاونډیتوب له اصولو سره سم سیاست غوره وکړي.

د دې غونډې په پای کې د یوه افغاني خصوصي او یوه چینایي شرکتونو ترمنځ د ۲۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې چین ته ۱۰ زره ټنه مالوچ صادر شي.

د یادونې ده، د صادراتو ملي ورځې په مناسبت د یادې جوړې شوې غونډې په پای کې ۵۸ سوداګر، له دې امله چې ښه صادرات یې کړي وو، وستایل شول.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.