ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

م.م: القاعده افغانستان کې فعالیت لري؛ مجاهد: دا پروپاګند دي

م.م: القاعده افغانستان کې فعالیت لري؛ مجاهد: دا پروپاګند دي

author avatar
12 Jul 2024 - 21:53
م.م: القاعده افغانستان کې فعالیت لري؛ مجاهد: دا پروپاګند دي
author avatar
12 Jul 2024 - 21:53

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ١٤٠٣): م.م سره له دې چې د داعش پر ضد د ا.ا هڅې ستايي، افغانستان کې د دغې ډلې د شتون په اړه اندېښنه ښیي او ادعا کوي چې القاعده هم په دغه هېواد کې فعالیت کوي، خو مجاهد دا څرګندونې په کلکه ردوي.
د بي‌بي‌سي د راپورو له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې په یوه راپور کې ویلي، چې “ترهګرې ډلې” لا هم افغانستان ته د یوه خوندي ځای په سترګه ګوري او سرپرست حکومت په ځینو ولایتونو کې د میشتو ډلو پر وړاندې نرم دریځ لري.

سرچینه لیکي چې دا کار دې ته لاره هواروي چې د “ترهګرۍ” لمن نورو ګاونډیو هېوادونو ته پراخه شي.

راپور کې ادعا شوې، القاعدې – چې د سرچینې په وینا له څو لسیزو راهیسې له “طالبانو” سره ښه اړیکي پالي افغانستان کې د روزنیزو کمپونو شبکه غځولې ده.

سرچینه زیاتوي چې د تېر کال په اوږدو کې القاعده ډلې خپلې تنظیمې چارې او د افرادو جذب له سره پیل کړی او په پنځو ولایتونو کې یې د روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بي‌بي‌سي ته دا څرګندونې په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې هېڅ یوه خپلسرې ډله نه شته.

د ملګرو ملتونو راپور کې د داعش ډلې پر وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت هڅې ستایل شوې، خو د ترهګرۍ پر ضد د دغه حکومت وړتیاوو ته د شګ په سترګه کتل شوي او د داعش خراسان ډلې له خوا د افرادو د جذب په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.
په دې راپور کې افغانستان کې د القاعده د فعالیت په اړه په داسې حال کې اندېښنه ښودل شوې، چې د تېر کال په وروستیو کې د امریکا د ترهګرۍ ضد مرکز مشر ویلي وو چې په پاکستان او افغانستان کې القاعده په تر ټولو کمزوري حالت کې ده او د دې امکان لږ دی چې بیا سر را پورته کړي.
مجاهد ویلي: ”د داعش په نامه پدیده سخته ځپل شوې ده، که په کوچنۍ ساحه کې جنایت ترسره کوي هم تعقیبېږي او له منځه وړل کېږي. نور څوک دلته نه شته، متاسفانه داسې ادعاوې چې کېږي، د امنیت شورا له خوا دا فکر کوم یوازې تبیلغات او پروپاګند دي او یا ناسم معلومات دي، چې دوی ته ورکړل شوي وي.”

ذبیح الله مجاهد وايي، غوښتنه یې دا ده، چې ”د ملګرو ملتونو له ادرسه باید داسې تبلیغات او پروپاګند و نه شي، چې له واقعیته ډېر لري وي.”

هغه زیاته کړې: ”ټوله نړۍ ویني، چې په افغانستان کې سوله او امنیت دی او دلته هېڅ یوه خپلسرې ډله نه شته.”
دی وايي، ا.ا په تکرار سره ویلي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.