ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اووه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

بغلان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اووه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

author avatar
13 Jul 2024 - 20:42
بغلان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اووه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي
author avatar
13 Jul 2024 - 20:42

پلخمري (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار او ډنډغوري ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار د دغه ولایت پلخمري ولسوالۍ اړوند خواجه‌الوان سیمه کې یوې سراچې او رینجر موټر ټکر کړی دی.

سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه ټپیان شوي دي.

دغه راز د یو بله خبر له مخې، نن د پلخمري ښار حسین‌خیلو سیمه کې هم یوه موټرسایکل له پاسو ډوله موټر سره ټکر کړی چې له امله یې موټرسایکل چلونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Views: 62

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.