ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر: د افغان کډوالو د کارتونو موده دې د اوږد مهال لپاره وغځول شي

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر: د افغان کډوالو د کارتونو موده دې د اوږد مهال لپاره وغځول شي

author avatar
13 Jul 2024 - 12:09
اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر: د افغان کډوالو د کارتونو موده دې د اوږد مهال لپاره وغځول شي
author avatar
13 Jul 2024 - 12:09

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، افغان کډوالو د دغه هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی نو له همدې امله دې امنیتي او سیاسي اړیکې له کډوالو سره نه تړل کېږي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په پاکستان کې د افغانستان سرپرست سفیر محمدسردار احمد شکېب او ورسره مل پلاوي پرون د پاکستان د سرحدي سیمو له «سفران وزیر» امیر مقام سره وکتل.

یاد سفارت ویلي، په دې کتنه کې پاکستان ته د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنر د سفر په رڼا کې د کډوالو د وضعیت، ستونزو او وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د پاکستان د سرحدي سیمو وزیر وویل چې د نوموړي او ښکېلو ادارو له هڅو وروسته د افغان کډوالو د «POR» کارتونو موده د یو کال لپاره وغځول شوه.

نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان د کډوالو اجباري اخراج نه غواړي، بلکې د هغوی د باعزته او په خپله خوښه ستنېدو غوښتونکی دی.

د افغانستان سفیر د کډوالو د کارتونو مودې د تمدید په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه ستایلې او ویلي یې دي، که دغه موده یو څه نوره هم اوږده وای، کډوالو ته د ستنېدو برخه کې به لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې وې.

شکېب زیاته کړې: «اسلامي امارت هم غواړي چې کډوال په خپله خوښه بېرته خپل وطن ته ستانه شي، هغوی زموږ خپل خلک دي، ښه راغلاست ورته وایو، په دې برخه کې افغان حکومت د لوړې کچې کمېټې تشکیل کړې او هڅه کوي کډوال په ډېر عزت خپل هېواد ته ستانه شي.»

نوموړي ټینګار کړی چې افغان کډوال له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې پاکستان کې مېشت دي، نه یوازې دا چې چا ته یې زیان نه دی رسولی، بلکې د پاکستان په اقتصادي پیاوړتیا کې یې مهم رول لوبولی، له همدې امله امنیتي موضوعات او سیاسي اړیکې باید د کډوالو له موضوع سره ونه تړل شي.

په دې لیدنه کې د افغانستان سفارت د کډوالو اتشې، د پاکستان د سرحدونو وزارت او افغان کمېشنرۍ ترمنځ د کډوالو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې په موخه د ګډې کمېټې جوړولو وړاندیز وشو.

دغه راز، د افغانستان سرپرست سفیر د افغانستان، سفران وزارت، یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار او د کډوالو اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ پر اړتیا او اهمیت ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۹مه په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره هم کتلي وو.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.