ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پزشکیان: له ګاونډیو سره د اړیکو پیاوړتیا مو لومړیتوب دی

پزشکیان: له ګاونډیو سره د اړیکو پیاوړتیا مو لومړیتوب دی

author avatar
13 Jul 2024 - 11:50
پزشکیان: له ګاونډیو سره د اړیکو پیاوړتیا مو لومړیتوب دی
author avatar
13 Jul 2024 - 11:50

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د ایران نوي ولسمشر ویلي، زما تر مدیریت لاندې به ایران له ګاونډیو هېوادونو سره د خپلو اړیکو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړي.

د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان پرون (جمعه) «نوې نړۍ ته زما پیغام» په عنوان یوه مقاله کې د خپل دولت بهرني سیاست ټولیزې کرښې تشریح کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، د ایران نوی دولت به تر هر ډول شرایطو لاندې د ملي عزت او نړۍوال موقف ساتنې ژمنې ته هدایت شي او د دغه هېواد بهرنی سیاست د «عزت، وړتیا او تدبیر» پر اصولو ولاړ او تدوین او پلي کول یې د ولسمشر او دولت مسوولیت دی.

نوموړي څرګنده کړې، دې موضوع ته په پام به نوی حکومت خپل فرصت‌محوره سیاست له ټولو هېوادونو سره په اړیکو کې د تعادل رامنځته کولو ترڅنګ له ملي ګټو، اقتصادي پرمختګ او د سیمې او نړۍ سولې او امنیت له غوښتنې سره سم تعقیب کړي.

پزشکیان زیاته کړې، پر همدې اساس به تهران د ناخوالو کمولو لپاره د صادقانه هلوځلو هرکلی وکړي او د ښه نیت ځواب به په ښه نیت ورکړي.

هغه څرګنده کړې: «زما تر مدیریت لاندې به موږ له ګاونډیو سره د اړیکو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړو. د یوې پیاوړې سیمې رامنځته کېدو ملاتړ به وکړو، له داسې یوې سیمې نه چې په هغې کې یو هېواد پر نورو د تسلط په لټه وي. زما پوره باور دی چې ګاونډي هېوادونه باید خپلې ارزښتناکه سرچینې په اختلاس، د وسلو په سیالۍ او د یو بل په بې‌دلیله کنټرول کې ضایع نه کړي؛ برعکس زموږ موخه د یوه داسې چاپېریال رامنځته کول دي چې خپلې سرچینې د سیمې پرمختګ او پراختیا ته چې د ټولو په ګټه وي، ځانګړې کړو.»

بلخوا، هغه ویلي چې تهران به عربي هېوادونه وهڅوي چې له ټولو ډیپلوماتیکو او سیاسي لارو په استفادې د نښتو او وژنو د مخنیوي په موخه په غزه کې اوربند ته لومړیتوب ورکړي.

د یادونې ده، پزشکیان د روان کال د چنګاښ په ۱۶مه د ۱۶ میلیون او ۳۸۴ زره او ۴۰۳ رایو په ترلاسه کولو د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په څوارلسم پړاو کې بریالی شو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.