ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکيې په پکتیا کې یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړه کړه

ترکيې په پکتیا کې یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړه کړه

author avatar
13 Jul 2024 - 17:29
ترکيې په پکتیا کې یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړه کړه
author avatar
13 Jul 2024 - 17:29

ګردېز (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): ترکیې هېواد یوه خیریه بنسټ پکتیا کې د ۳۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړ کړه.

دغه ودانۍ د ترکیې د IDDEF خیریه بنسټ له خوا جوړه شوې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د یادې دیني مدرسې مسوول قاري روح‌الله عبیده وویل، په دې مدرسه کې به تر ډېره د اوسني او پخواني نظام د وژل شوو کسانو یتیمان زده‌کړې کوي.

هغه زیاته کړه، دغه ودانۍ په څلورو پوړونو کې جوړه شوې، نهه درسي خونې او ۲۸ د لیلیې لپاره اتاقونه لري.

د هغه د معلوماتو له مخې، یادې دیني مدرسې ته ودانۍ د ترکيې هېواد د یوه خیریه بنسټ له خوا په ۳۵۵ زره امریکايي ډالره لګښت جوړه شوې ده.

بل لور ته، د یادې مدرسې زده‌کوونکي هم د دې ودانۍ جوړېدو ته خوښ دي.

یوه زده‌کوونکي دادالله پژواک ته وویل، دغه ودانۍ د زده‌کړو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې لري.

ده ټینګار وکړ چې په ډېرو سیمو کې ماشومان د زده‌کړو لپاره لېوالتیا لري خو اسانتیاوې ورته نه دې برابرې شوې، باید حکومت یې دغه ستونزه حل کړي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د ترکیې هېواد د خیریه بنسټونو په مالي مرسته پکتیا کې یو جومات او یو دارلایتام جوړ شوي دي.

Views: 39

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.