Language

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې خپله دویمه دوستانه لوبه مراکش ته وبایلله

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د دوو دوستانه سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه هم مراکش ته وبایلله.

دغه سیالي تېره شپه په مراکش کې د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه ۵ پر ۲ مراکش ته وبایلله.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ په روان ۲۰۲۴ کال کې کېدونکي نړۍوال جام ته د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

د یادونې ده، افغانستان له دې مخکې خپله لومړۍ دوستانه لوبه هم مراکش ته بایللې وه.