Language

د یورو ۲۰۲۴ لیګ سیالیو پای‌‌لوبه؛ اسپانیا او انګلستان سره سیالي کوي

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د اروپا اتلولۍ (یورو ۲۰۲۴)‎ لیګ سیالیو په پای‌لوبه د اسپانیا فوټبال ملي لوبډله له انګلستان سره لوبه کوي.

دغه سیالي د افغانستان په وخت نن د شپې ۱۱:۳۰ بجې د فرانسوي لوب‌څار فرانسوا لټکسیه په قضاوت د برلین په المپیک لوبغالي کې ترسره کېږي.

د یورو په لوبو کې دغه هېوادونه د درېیم ځل لپاره سره مخامخ کېږي.

د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ په تېرو ۱۴ سیالیو کې اسپانیا ډېره بریالۍ لوبډله وه؛ یوازې څلور ځله یې د انګلستان پر وړاندې ماتې خوړلې، ۷ لوبې یې ګټلي او درې یې مساوي پای ته رسولې دي.

د اروپا د ملتونو په لیګ کې د دغو دوو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه په ۲۰۱۸ کال کې ‎وه چې انګلستان درې پر دوه ګټلې وه.