ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلابونو د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

سېلابونو د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

author avatar
14 Jul 2024 - 16:49
سېلابونو د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
ارشیف
author avatar
14 Jul 2024 - 16:49

فیض‌آباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله لسګونه څاروي تلف شوي، کرنیزې ځمکې، یو کوچنی د برېښنا بند او د اوبو کانالونه ویجاړ شوي دي.

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس مولوي محمداکرم اکبري وايي له پرون ماسپښین وروسته د جرم ولسوالۍ اړوند په سندر دره خستک سیمه کې د ورښت له امله سخت سېلابونو راوتلي دي.

هغه زیاته کړه، لومړنۍ شمېرې ښيي چې د دغو سېلابونو له امله ۲۰۰ څاروي تلف شوي، کرنیزې ځمکې، د اوبو کانالونه، د برېښنا یو کوچنی بند او یو شمېر کورونه ویجاړ شوي خو چاته په‌کې ځاني زیان نه دی رسېدلی.

نوموړي زیاته کړه چې د اوښتو زیاتونو د څېړلو لپاره له فیض‌اباد ښاره یو ټیم د جرم ولسوالۍ سندر دره خستک سیمې ته استول شوی دی.

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.