ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت د یوه پله جوړولو چارې پیل شوې

غور کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت د یوه پله جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
14 Jul 2024 - 17:05
غور کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت د یوه پله جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
14 Jul 2024 - 17:05

فیروزه‌کوه (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د غور ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګشت د یوه پله جوړولو چارې پیل شوې.

د غور مرستیال والي ملا روح‌الله طریقت وویل، دغه پل چې ۱۲ متره اوږدوالی لري، د فیروزکوه ښار لوېدیځ کې د دهن ‌جر کندیوال ساحه کې جوړیږي.

هغه وویل چې پر دغه پُله څه باندې اووه میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د بېړني حالت کمېټې له خوا د ریاست‌الوزراء په همغږۍ ورکول کېږي.

د هغه په خبره، د دغه پله په جوړېدو به د خلکو، په ځانګړي ډول د فیروزکوه ښار د دوکاندارانو ډېرې ستونزې حل شي.

د فیروزکوه ښار یوه اوسېدونکي نعمت‌الله وویل، هر کال د سېلابونو راتلو له امله په دغه مسیر کې جوړ دوکانونه، دولتي ادارې او کورونه زیانمنېږي.

هغه ویل: «موږ هیله‌من یو چې د دغه پله په جوړېدو به خلک نور د سېلابونو له امله زیانمن نه‌شي؛ هر کال چې سېلابونه راځي، کوم پُل چې په دهن‌ جر کنیدوال کې دی، د دومره اوبو تېرولو وړتیا نه لري او اوبه د خلکو کورونو، دولتي ادارو او دوکانونو ته پورته کېږي، سږ کال خلک ډېر زیانمن شول.»

د غور ځایي مسوولینو په داسې حال کې د دغه پله جوړولو کار پیل کړی چې په تېرو دوو میاشتو کې ویجاړوونکو سېلابونو د فیروزکوه ښار ډېر دوکانونه زیانمن کړل.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.