Language

بغلان کې یو کس په ډزو وژل شوی

پلخمري (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شهرجدید سیمه کې د ولي‌‌جان په نوم یو کس په ډزو وژل شوی دی.

سرچینې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنیه قوماندان عبدالصمد جواد له قوله لیکلي، دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او په تړاو یې درې کسان هم نیول شوي دي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د کورني تاوتریخوالي او خپل‌منځي ستونزو له امله دغه ډول پېښې ډېرې شوې دي.

Related Topics