ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې درېیو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

فاریاب کې درېیو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
15 Jul 2024 - 17:38
فاریاب کې درېیو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
15 Jul 2024 - 17:38

ميمنه (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): فاریاب کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په خواجه‌سبزپوش او دولت‌اباد ولسوالیو کې د څه باندې ۴۶ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.

د فاریاب د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې ودانۍ په دولت‌اباد ولسوالۍ کې د «جوق‌ها» لومړني ښوونځي او په خواجه‌سبزپوش ولسوالۍ کې د «حاجی‌بابا» او «کوسه‌قلعه» د نجونو لومړنيو ښوونځيو لپاره جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د جوق‌ها لومړني ښوونځي ودانۍ به اته درسي ټولګي، یوه اداري شعبه او یوه د لابراتوار خونه ولري، د اوبو، برېښنا او نورو سیستمونو به سمبال شي چې پر ۱۰ زره متر مربع ځمکه به د ۱۶،۷ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شي.

مولوي جواد وايي، د کوسه‌قلعه د نجونو لومړني ښوونځي ودانۍ هم چې د جوق‌ها ښوونځي ته ورته ځانګړنې لري، د ۱۶،۷ میلیون افغانۍ په لګښت پر ۴۸۰۰ متر مربع ځمکه جوړېږي.

هغه زیاته کړه، خواجه‌سبزپوش ولسوالۍ کې د حاجی‌بابا په نوم د نجونو لومړني ښوونځي ودانۍ د ۱۲،۹ میلیون افغانۍ په لګښت پر ۱۹۰۰ متر مربع ځمکه جوړېږي چې شپږ درسي ټولګي، یوه اداري شعبه، د لابراتوار خونه، د ساتونکي خونه، تشناب، د اوبو څاه او نور ملحات به ولري.

دغه‌راز، د فاریاب د پوهنې رییس زیاته کړه چې د درې واړو ښوونځیو لګښت د مرستندویه موسسو له خوا ورکول کېږي او د جوړولو چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

سرچینه وايي، په ټول فاریاب کې ۴۹۸ ښوونځي دي چې ۱۵۲ یې ودانۍ نه لري او د ۲۰۰ ښوونځیو ودانۍ بیا رغولو ته اړتیا لري.

ورته مهال، د یادو ښوونځیو د زده‌کوونکو ولیان د ودانۍ د جوړېدو چارو پيلېدو په اړه خوښي څرګندوي او وايي، اولادونو به یې په کورونو او تر ونو لاندې په بد حالت کې درس لوست چې د ودانۍ په جوړېدو به دا ستونزه حل شي.

د کوسه‌قلعه سیمې اوسېدونکی عبدالحمید وايي، په دې سیمه کې ۵۰۰ هلکان او ۴۰۰ نجونې په مختلط ډول تر ونو لاندې او زړو کورونو کې درس وايي چې د نجونو ښوونځي ته د ودانۍ په جوړېدو به د ځای د نشتوالي ستونزه حل شي خو د هلکانو ښوونځی بې ودانۍ پاتې کېږي.

نوموړی دغه‌راز په یاد ښوونځي کې د ښوونکو بستونو له کموالي شکایت کوي او وايي: «د نجونو ښوونځی دوه رسمي ښوونکي او د هلکانو ښوونځی یو رسمی ښوونکی لري، یعنې شاوخوا زرو زده‌کوونکو ته د درېیو ښووونکو له لوري تدریس کېږي چې بې‌انصافي ده، د خلکو اولادونه له معیاري او سمو زده‌کړو بې‌برخې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.