ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د سېلابونو له امله پنځه کسان مړه شوي

کونړ کې د سېلابونو له امله پنځه کسان مړه شوي

author avatar
15 Jul 2024 - 18:27
کونړ کې د سېلابونو له امله پنځه کسان مړه شوي
author avatar
15 Jul 2024 - 18:27

اسعداباد (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د کونړ ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز اسعداباد او یو شمېر ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پنځه کسان په‌کې مړه شوي او دغه راز خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د کونړ پېښو ته د رسېدو او چمتووالي ادارې د زیانونو ارزونې مدیر احسان‌الله احسان پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار په دغه ولایت کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.

هغه وویل: «د سېلابونو راوتلو له امله په مرکز اسعداباد کې دوه ماشومان، یوه مېرمن او یو سړی او دغه راز په اسمار ولسوالۍ کې یوه بله مېرمن مړه شوي دي.»

هغه وایي، د دوی د لومړنیو معلوماتو له مخې، د نن سهار په سېلابونو کې د استوګنې لسګونه کورونه، سلګونه کیلومتره سړک، ویالې، سربندونه او کرنیزې ځمکې تخریب شوي دي.

نوموړی زیاتوي، سېلاب‌ځپلو سیمو ته یې په وخت کاري ډلې رسېدلې او په خبره یې چې هڅې کوي اړینې مرستې ور ورسوي.

بلخوا، د اسعداباد ښار او یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي د نننیو ورښتونو او سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو کچه لوړه ګڼي او له حکومت او مرستندویه ادارو څخه د بېړنیو همکاریو غوښتنه کوي.

د اسعداباد ښارد دم‌کلي اوسېدونکی محمدلایق سمون وایي: «نن سهار شاوخوا ۸ بجې وې چې شدید باران پېل شو، له امله یې سېلاب راووت او زموږ په سیمه کې یې د دوو ماشومانو، یوې ښځې او یو سړي ژوند واخیست.»

دغه راز، د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکی صادق‌الله بیا وایي، د ورښتونو او سېلابونو له امله یې په سیمه کې سړکونه، کروندې، کورونه او سربندونه ویجاړ شوي دي.

د یادونې ده، په دغه ولایت کې له دې مخکې هم ورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.